تازه خبرونه
د دښمنانو د تبلیغاتو پر ضد دې رسنۍ مبارزه وکړي – مهاجر فراهي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي له رسنیو، ژورنالیستانو او قلموالو غوښتي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنانو د بېاساسه تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړي.
د افغانستان رسنۍ، ژورنالیستان او قلموالو دې د اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنانو د بېبنسټه تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي له رسنیو، ژورنالیستانو او قلموالو غوښتي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنانو د بېاساسه تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړي.
نوموړي په لغمان ولایت کې د ژورناليستانو او خبريالانو فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې سيمنار ته د وینا پر مهال ويلي، د پاکستان پوځي رژیم د اسلامي امارت پرمختګونه زغملی نهشي او د افغانانو پر وړاندې داسې کړنې ترسره کوي، چې د منلو وړ نه دي.
هغه وایي؛ اسلامي امارت جګړه نه غواړي؛ خو که څوک پر افغانستان یرغل وکړي؛ اسلامي امارت به له خپل هېواد څخه دفاع وکړي او په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي.
نوموړي ټینګار کړې، چې د پخواني نظام د چارواکو په ګډون په افغانستان کې د هېواد ټول قشرونه خوندي دي.