تازه خبرونه
د رسنیو ملاتړ بنسټونه له مالي بحران او محدودیتونو اندېښمن شوي
د رسنیو مخکښان وېره څرګندوي، چې که د رسنیو مالي ستونزې اوارې او محدودیتونه لرې نشي؛ په نږدې راتلونکې کې به د ګڼو رسنیو خپرونې ودریږي.
په تېرو دوه میاشتو کې د افغانستان پنځوس سلنه رسنیو د مالي ستونزو له کبله خپرونې درولي دي.
د دغو رسنیو د امتیاز لرونکيو څرګنده کړې؛ مالي مارکیټ یې له لاسه ورکړی او اړ شوي، چې د خپلو رسنیو دروازې وتړي.
د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې مسوولین وايي، چې په تېرو دوه میاشتو کې سلګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکیو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د آزدو رسنیو ملاتړ ادارې د عدالت غوښتنې کمیټې مسوول نصیر نوري ویلي: د اسلامي امارت له پیلېدو سره یو شمېر رسنۍ وتړل شوې او ځینې نورې رسنۍ پخپل وخت د معلوماتو له نه رسېدو اندېښمن شوي دي. د خبریالۍ پر مهال مونږ د معلوماتو له ستونزې سره مخ یو؛ خو مونږ له اسلامي امارت څخه غواړو، چې سرچینو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
یو شمېر رسنیو له مالی ستونزو سره سره تر دې دمه خپرونې روانې ساتلي؛ خو له مالي ستونزو سره مخ دي.
خبریال نبیل نیایش په دې اړه وایي: په فاریاب ولایت کې ټول خبریالان بېکاره دي او خبریالانو ته کاري هڅې محدودې شوې دي. زمونږ غوښتنه داده، چې له دغه بې برخلیک حالته راووځو.
په تېرو شل کلونو کې د افغانستان رسنیو د پام وړ وده کړې او سلګونه چاپي، غږیزې او تصویري رسنیو خپرونې کولې؛ خو په تېرو دوه میاشتو کې دې برخې د پام وړ زیان لیدلی او د ګڼو رسنیو دروازې تړل شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت مسوولینو ويلي؛ پر یو داسې اوږدمهاله پلان کار کوي، چې له مخې به یې د رسنیو مالي او نورې ستونزې حل شي.
د اسلامي امارت د فرهنګې کمېټې غړي انعام الله سمنګاني ویلي، چې د رسنیو د عوایدو د مارکیټ پیدا کولو هڅې یې پیل کړي دي.
څه موده مخکې د افغانستان د خبریالانو ټولنې ویلي وه، چې د افغانستان اویا په سلو کې رسنۍ تړل شوې دي.
