نړۍ

د روسیې او اوکراین د سولې خبرې د ناندریو ښکار شوې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۸, ۱۴۰۱)

رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرې د خپلمنځيو تورونو له کبله وځنډېدې؛ خو مسکو یې په ټپه درېدلې بولي.

روسیه اوکراین د جګړې پر اوږدولو او لویدیځ د حکومت پیاوړي کولو تورنوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې واشنګټن، لندن او بروکسل غواړي اوکراین د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره وکاري.

لاوروف زیاته کړې؛ که خبرې کوونکي هڅه وکړي، چې په اوکراین کې د سولې راوستو پر ځای پر هغه څه تمرکز وکړي، چې لویدیځ یې سپارښتنه کړی؛ نو یقیناً کومه چټکه هوکړه به رامنځته نشي.

هغه زیاته کړې، چې دا کار به د خبرو پرمختګ ورو او له خنډ سره مخ کړي.

لاوروف وایي: مونږ تل وایو، چې خبرو ته چمتو یوو؛ خو اوس یې له درولو پرته بله چاره نلرو.

اوکراین او روسیه د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فبرورۍ له ۲۴ راپدیخوا له برید څو ورځې وروسته د سولې خبرې اترې پیل کړې؛ خو د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې یې ترمنځ د پام وړ ناندرې راپورته شوې دي.

امریکا تمه لري، چې په روانه اوونۍ کې اوکراین ته د ۴۰ میلیارد ډالرو نظامي او اقتصادي مرستو ټولګه تصویب کړي.

د اوکرایین د ولسمشر سلاکار میخایل پودولیک تائید کړې، چې دا خبرې د اوس لپاره په ټپه درېدلي دي؛ ځکه، چې روسیه له خبرو ناهیلې شوې ده.

د اوکرایني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پودولیک ویلي، چې روسیه په نړۍ کې د اوسنیو بهیرونو په اړه د ښه تفاهم ښکارندويي نکوي او دا به پوره بدې اغېزې ولري.

د روانې جګړې په بهیر کې زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه بې ځایه شوي دي.

روسیه هم د لویدیځو هېوادونو تر سختو بندیزونو لاندې راغلې ده، چې د روسیې او ناټو ترمنځ د پراخې شخړې په اړه اندېښنې راپورته کوي.

شل کاله کېږي، چې لويديځ اوکراين ته د روسيې د ځپلو لپاره د تجهيزاتو برابرول پيل کړل؛ خو د اوکرایني چارواکو په خبره لویدیځو هېوادونو اوکراین له پوره پاملرنې غورځولی دی.

Trending

Exit mobile version