نړۍ

د رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره د جګړې موخې ناڅرګندې ګڼي

د دې نظرپوښتنې له مخې، چې په ټوله امریکا کې ترسره شوې؛ شاوخوا دوه پر درېیمه برخه ګډونوالو ویلي: ټرمپ توانېدلی نه‌دی، چې له ایران سره د جګړې د نظامي حضور علت او هدف روښانه او څرګند کړي. دا نظر د ډیموکراټانو تر څنګ د جمهوري غوښتونکو په یو شمېر کسانو کې هم لیدل کېږي.

Published

on

د رویترز او ایپسوس د ګډې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي؛ د امریکا زیاتره وګړي باور لري، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د جګړې موخې روښانه څرګندې کړې نهدي.

د دې نظرپوښتنې له مخې، چې په ټوله امریکا کې ترسره شوې؛ شاوخوا دوه پر درېیمه برخه ګډونوالو ویلي: ټرمپ توانېدلی نه‌دی، چې له ایران سره د جګړې د نظامي حضور علت او هدف روښانه او څرګند کړي. دا نظر د ډیموکراټانو تر څنګ د جمهوري غوښتونکو په یو شمېر کسانو کې هم لیدل کېږي.

نظرپوښتنه همدارنګه ښيي، چې د تېلو او ګاز د بیو لوړېدا په امریکا کې د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي. ډېرو ګډونوالو ویلي، چې د بیو لوړوالی د امریکا او ایران ترمنځ له روانو ترینګلتیاوو او جګړې سره تړاو لري.

د راپور له مخې؛ شاوخوا ۶۳ سلنه امریکایانو ویلي، چې د سون توکو د بیو لوړېدا د هغوی د کورنیو پر اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی دی. همدارنګه ډېری ځواب ویونکو جمهوري غوښتونکي د بیو د لوړېدا اصلي مسوولان ګڼلي دي.

دغه راز نظرپوښتنه ښيي، چې د ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه لږ لوړه شوې؛ خو اوس هم له ایران سره د جګړې له پیل مخکې د ملاتړ کچه یې ټیټه ده.

دا نظرپوښتنه انلاین ترسره شوې او په کې له ۱۲۵۰ څخه زیاتو امریکایي وګړو ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version