تازه خبرونه
د رښتر پر کچه ۵.۱ درجې زلزلې کابل ولړزاوه
د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال د رښتر ۵.۱ درجې زلزلې د افغانستان پلازمېنه او نور اړړوند ولایتونه ولړزول.
د امريکا د جيولوژيکي سروې ادارې خبر ورکړى، چې دغه زلزله پر ځايي وخت په ٤:٥٢ دقیقو رامنځته شوې او مرکز يې د خوست سویل لویديځ په ٤٩ کيلومترۍ کې و.
د دغې زلزلې ژوروالی ۱۰ کیلومتره ښودل شوی دی.
د باختر آژانس د راپور له مخې؛ دغې زلزلې د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
دا زلزله لږ تر لږه یو ساعت وروسته له هغه وشوه، چې په افغانستان کې د رښتر پر کچه د ۳.۴ درجې بله زلزله ثبت شوې.
د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ثبت شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د رښتر پر کچه ٦،٢ درجې زلزلې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او ټپيان کړل.
دغه راز د تېرې مياشتې له دغې مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې وروسته په زرګونه کورنۍ بې کوره او زیانمن شوي هم دي.