تازه خبرونه

د زمري د څلیریشتمې نمانځنه؛ د اسلامي امارت چارواکو پر نظام، یووالي او د افغانستان پر ځان‌بساینې ټینګار وکړ

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ویلي، د اسلامي امارت واک ته له بېرته راتګ مخکې افغانستان «د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد» بلل کېده؛ خو اوس« د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد» دی.

Published

on

 

د اسلامي امارت چارواکو د کابل د لویې جرګې په تالار کې واک ته د بېرته راتګ د پېنځمې کلیزې په مراسمو کې د نظام پر ساتنه، د ملي یووالي پر پیاوړتیا، اقتصادي پراختیا او له سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ویلي، د اسلامي امارت واک ته له بېرته راتګ مخکې افغانستان «د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد» بلل کېده؛ خو اوس« د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد» دی.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، د اسلامي امارت د اقداماتو له کبله په هېواد کې اداري فساد له منځه تللی دی.

هغه زیاته کړې، که د قوش‌تېپې کانال چارې په سمه توګه بشپړې شي؛ افغانستان کولای شي د خوړو په برخه کې پر ځان‌بسیا شي او ان نورو هېوادونو ته صادرات ولري.

حنفي همداراز په ټول افغانستان کې د برښنا او ګازو د پروژو او د اوسپنې‌پټلۍ د شبکې پر پراختیا ټینګار وکړ.

هغه ویلي، اسلامي امارت له ګاونډ، سیمه‌ییزو او د نړۍ له هېوادونو سره د نه‌لاسوهنې، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هیچاته به اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد کار واخلي.

د ریاست‌الوزرا د مشر ملا محمد حسن آخوند په لوستل شوي پیغام کې له خلکو غوښتنه وشوه، چې له اسلامي نظام څخه دفاع وکړي او په امنیتي او پراختیايي برخو کې له حکومت سره همکاري وکړي، چې اوسنی وضعیت ټینګ شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې بهرنیو هېوادونو د افغانستان پر سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي چارو پراخ اغېز درلود. هغه ویلي، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره هویتي واټنونه کم شوي او ملي یووالی پیاوړی شوی دی.

نظري زیاته کړې، له بندیزونو سره – سره افغانستان په اقتصادي برخه کې پرمختګ کړی او د کورنیو پانګونو لپاره رڼه زمینه برابره شوې ده.

بلخوا، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، افغانان« د پردیو نظریې او اشغال» نه مني او له هغو هېوادونو یې وغوښتل، چې له اسلامي امارت سره تعامل نه‌لري؛ د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي.

متقي د اقتصاد، صنعت او ټکنالوژۍ په برخو کې د افغانستان پر ځان‌بساینې ټینګار وکړ او څرګندوي، چې هېواد باید له نورو سره له تړاو څخه ځان خلاص کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شېر احمد حقاني هم ویلي، چې« شریعت» د «منحوسې ډیموکراسۍ» ځای نیولی او اسلامي امارت د حکومت په جوړښت کې له هیڅ هېواد څخه لارښوونه نه‌ده منلې.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان د شریعت د واکمنۍ له کبله د نړۍ له‌خوا پر رسمیت نه‌دی پېژندل شوی؛ خو اسلامي امارت به په دې برخه کې له خپل دریځه شاتګ ونه‌کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري هم په افغانستان کې اوسنی یووالی«بې‌ساری» وباله او پر ساتنې یې ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version