روغتيا
د سردار محمد داوود خان په روغتون کې یو حیرانونکی عملیات بریالی ترسره شو

په سیمه کې د لومړي ځل لپاره د دې روغتون څانګوال داکتران بریالي شوي، چې د ناروغ له معدې څخه د مرۍ یو تیوب جوړ او د غاړې له جوړې مرۍ سره ونښلوي.
د اړوند مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دغه ناروغ له ۶ کلونو راپدیخوا د خواړو په تېرولو کې ستونزه لرله او دوه کاله مخکې ورته د مایعاتو په څښلو کې هم ستونزه رامنځته شوه.
ناروغ د عملیاتو په بهیر کې او بیا وروسته هم له کومې ستونزې او پیچلتیا سره مخ نه و او په پوره رضایت له روغتونه رخصت شو.
په دې عملیاتو کې لوی پاسوال داکتر محمد یعقوب نورزي سرجراح، د سینې، عصبي او انستیزیولوژیکي جراحي خدماتو متخصصینو فعاله برخه اخیستې وه.
روغتيا
په افغانستان کې ۵.۳ میلیون ماشومان ته د ګوزڼ واکسین کیږي

د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ۲۰۲۳ کال د ګوزڼ واکسین له پيلېدو خبر ورکړ.
د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امر د دوشنبې پر ورځ د سلواغې درېیمه) رسنیو ته ویلي، چې په دې کمپاین کې به د کابل په ګډون د افغانستان د ۱۶ ولایتونو په ۱۷۸ ولسوالۍ کې له پېنځه کلونو ټیټ عمره ۵.۳ میلیون ماشومانو ته واکسین پلی شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کمپاین به تر راتلوونکې پنجشنبې پورې د څلورو ورځو په بهیر کې پای ته ورسیږي.
د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د پولیو یا ګوزڼ واکسین د کمپاین پیلېدو پر مهال له کورنیو څخه غوښتي، چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې د پولیو له روغتیايي ډلو سره مرسته وکړي.
قلندرعباد زیاته کړې، چې افغانستان د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو ته تر بل هر وخت ډېر نږدې شوی دی.
هغه څرګنده کړې؛ مونږ هیله من یوو، چې د ۲۰۲۳ ز. کال ترپایه خپلې موخې ته ورسیږو او د پولیو د پېښو د صفر کیدو لیدونکي شوو.
روغتیا وزارت زیاتوي؛ په ۲۰۲۲ ز. کال کې مو د پولیو واکسین ۹ پړاوه پر بریالیتوب سره ترسره کړي دي.
دې وزارت دا هم ویلي، چې په افغانستان کې تېر کال د پولیو یوازې دوه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې یوه یې په پکتیکا او بله یې په کونړ ولایت کې وه.
د نړیوالې اړوند ټولنو د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې ګوزڼ یا پولیو په یو ځای کې وي؛ دا ناروغي به ټولو سیمو ته یو ګواښ وي.
روغتيا
جاپان د هلمند د روغتيايي چارو د پیاوړي کولو لپاره ( ۱ ) میلیون و ۳۰۰ زره دالر مرسته کوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق په هلمند کې د روغتيايي خدمتونو د پیاوړي کولو لپاره د يو ميليون و درې سوه زره امریکایي دالرو مرسته اعلان کړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق دفتر د دوشنبې پر ورځ (د مرغومي ۲۶) څرګنده کړې، چې جاپان به د ملګرو ملتونو د وګړیو له صندوق سره یو میلیون و درې سوه زره امریکایي دالر مرسته وکړي، چې ننګونو ته ځواب ووايي او روغتیایي باور پرې پیاوړی کړي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د جاپان دغه مرسته به په هلمند کې د ۲۹ روغتیايي مرکزونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړي کولو لپاره ولګول شي.
روغتيا
په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو طرحه وارزول شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ناسته کې د هېواد د روغتیایي وضعیت د ښه والي او د دولتي روغتونونو د اصلاحاتو طرحه وارزول شوه.
د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو د اړتیا او د هېواد په کچه د روغتیايي وضعیت د ښه والي، د تجربه لرونکیو مختصصینو د استخدام، په متوازن ډول د هېواد ټولو سیمو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې د موجوده ستونزو په اړه هراړخیر معلومات وړاندې کړل.
دغه راز په دې ناسته کې د روغتیایي مرکزونو د اصلاحاتو، د جمهوریت روغتون د ریفورم، د زرقي محلولونو او ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو طرحې وارزول شوې او د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د زرقي محلولونو له اړخه د هېواد پر ځان بسیا کولو، درملو ته د خلکو د لاسرسي ډاډ او د روغتیایي پرسونل پر ظرفیت لوړولو ټینګار وشو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په روغتیایي مرکزونو کې د متخصصینو د جذب، د ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو، د مسوولو ډلو د رامنځته کولو او د جمهوریت دولتي روغتون معیاري کولو د طرحې برابرولو په اړه ډاډمنې پرېکړې وکړې.
-
تازه خبرونه3 days ago
هالندي ځواکونه په افغانستان کې له یوه بریده ژوندي پاتې کسانو ته تاوان ورکوي
-
نړۍ3 days ago
په لاتينه امريکا کې د چين د څارنې یو بل شکمن بالون ولیدل شو- امريکا
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامي امارت دې د رسمیت پېژندلو لپاره خپلې ژمنې پوره کړي
-
سوداگري3 days ago
افغانستان او پاکستان د دوه ګونه مالیاتو د مخنیوي د کنوانسیون مسوده لاسلیک کړه
-
تازه خبرونه1 day ago
روسیه په افغانستان کې د خپل سفارت د تړلو کوم پلان نلري – کابلوف
-
تازه خبرونه2 days ago
د احمدشاه بابا له نړیوال هوايي ډګره نړیوالې الوتنې پیل شوې
-
لوبی2 days ago
د ۲۰ آووریز کرکت نړیوال لیګ ډالۍ اعلان شوې
-
لوبی2 days ago
ګلف جایانتز لوبډلې د کرکت نړیوال شل آووریز لیګ بل پړاو ته لار ومندله