لوبی

د سریلانکا څلور مهم لوبغاړي به د ټپونو او کرونا ویروس له کبله په اسیا جام کې ونه‌لوبیږي

Published

on

سریلانکا د جمعې پر ورځ په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۳ آسیا جام لوبو ته د ګوتو پر شمېر څو ورځې پاتې دي؛ د ټپونو او کرونا ویروس له کبله د دوشامانتا چمیرا او وینیندو هسارانگا په ګډون د خپلو ۴ تکړه لوبغاړیو پر برخه اخیستنه شکمنه شوې ده.

د ESPNCricinfo د حرګندونو له مخې؛ چمیرا، چې د سریلانکا په غوره لیګ کې پر اوږه ټپي شوی ممکن له آسیا جام څخه ووځي. په داسې حال کې، چې اتل هسارانگا له فاینل مخکې پر ورون ټپي شوی؛ شونې ده، چې لږ تر لږه دوه لوبې له لاسه ورکړي.

سريلانکا به د اګست پر ۳۱ په پاليکيل کې د بنګله دېش پر وړاندې د اسيا جام سيالۍ پيل کړي.

د کوسل پریرا او اویشکا فرناندو د کرونا ویروس د مثبتې کتنې پایلې هم د سریلانکا ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. دواړه لوبغاړي دا مهال تر څارنې لاندې دي او په لوبډله کې د دوی شاملول به په دې پورې اړه ولري، چې څومره ژر روغ شي.

د سریلانکا لوبډلې مشرتابه ویلي، چې دواړو لوبغاړیو د ۲۰۲۳ کال د سریلانکا غوره لیګ په وروستیو پړاوونو کې پر کرونا ویروس اخته شول. په آسیا جام لوبډله کې د دوی د ګډون لپاره باید د ازموینې پایله منفي وي.

د سږ کال اسیا جام به د دې سیالیو ۱۶م پړاو وي، چې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په توګه به ترسره شي. له دې سیالیږ به پاکستان او سریلانکا ګډ کوربتوب کوي او شپږ لوبډلې به په کې برخه اخلي.

ټاکل شوې وه، چې دا لوبې په ۲۰۲۱ کې ترسره شوې وای؛ خو د کرونا ویروس د ناروغۍ له کبله ۲۰۲۳ کال ته وځنډول شوې.

په ټول هېواد کې به د کرکت مینه‌والو ته آریانا تلویزیون د چارشنبه له ورځې د اګست پر ۳۰ د غرمې له ۱:۳۰  ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.

دا لوبې به تر پای لوبې پورې هره ورځ پر ژوندۍ بڼه خپریږي، چې د سپتمبر پر ۱۷ به په کولمبو کې ترسره شي.

په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې ګډون کوي، چې پر دوه ګروپونو وېشل شوې دي؛ هند، نیپال او پاکستان په الف ګروپ کې او افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په ب ګروپ کې دي.

افغانستان به په ګروپي پړاو کې لومړۍ لوبه د سپتمبر پر ۳ نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې له بنګله دېش سره کوي. له دې وروسته به لوبډله د سپتمبر پر پېنځمه په لاهور کې هم له سریلانکا سره لوبه کوي.

د سیالیو پر مهالوېش د پوهیدو لپاره داځای کېکاږئ!

Trending

Exit mobile version