تازه خبرونه
د سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
محکمې پرېکړه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سفر بندیزونه د دوی له کورنیو سره په امریکا کې د یوځای کېدا مخه نهشي نیولی.
د امریکا یوې فډرالي محکمې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د یو شمېر افغان کډوالو د مېرمنو او ماشومانو د سفر اسناد وڅېړي او صادر یې کړي.
محکمې پرېکړه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سفر بندیزونه د دوی له کورنیو سره په امریکا کې د یوځای کېدا مخه نهشي نیولی.
د امریکا سیمهيیز قاضي انټوني ټرینګا د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ۱۵ ورځو په موده کې د هغو پېنځه افغانانو د کورنیو د سفر اسناد صادر کړي، چې د کورنۍ غړو یې له دې مخکې امریکا ته د ننوتو اجازه ترلاسه کړې ده.
محکمې دغه وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د کورنۍ د نورو غړیو د وړتیا ارزونه دې د سفر د بندیز له پلي کولو پرته بیا ترسره کړي او د کورنیو د یوځای کېدا د بهیر تر بشپړېدو دې منظم راپورونه وړاندې کړي.
دا قضیه د ویرجینیا ایالت په محکمه کې د هغو افغان کډوالو له خوا ثبت شوې، چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و. دوی استدلال کړی، چې د امریکا د سفر بندیزونه، د کډوالو او پناه غوښتونکو له قانوني حقونو سره په ټکر کې، په ناحقه د دوی د مېرمنو او ماشومانو د ور یوځای کېدا مخه نیولې ده.
دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د افغانستان د وګړو پر وړاندې د امریکا د سفر بندیزونه اوس هم له حقوقي ننګونو سره مخ دي.
د دعوې د مدعیانو حقوقي ملاتړو د محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې ګڼې افغان کورنۍ له افغانستان څخه له وتلو وروسته د کلونو لپاره سره بېلې پاتې شوې دي.
ویل کیږي، چې د دغو کورنیو ځینې غړي اوس هم په درېیمو هېوادونو کې بې برخلیکه دي او ځینې نور د سفر د اجازې د ترلاسه کولو پر تمه بېرته ستنېدا ته اړ شوي دي.