تازه خبرونه

د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې موتربم چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن له غرمې مخکې د سمنګان ولایت د ایبک ښاروالۍ او ملي امنیت ریاست ته نږدې زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.

سیمه ییزو چارواکو منلې، چې په دې  موتر بم چاودنه کې عامو  کسانو ته هم مرګ وژوبله اوښتې او برید کوونکي درط کسان ول، چې له امنیتي ځواکونو سره یې له چاودنې وروسته نښته هم کړې ده. 

د سمنګان ولایت چارواکو ويلي، د ملي امنیت پر ریاست په ننني برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او له ۷۰ ډېر ټپیان دي.

طالبانو منلې، چې د سمنګان ولایت د ملي امنیت پر ریاست یې ځانمرګی برید کړی دی.

دوی دا هم ویلي، چې په دې برید کې تر ۱۱۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

ولسمشر غني د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې نننی ډله ییز برید او چاودنې په کلکه غندلي او یو ځل بیا یې له طالبانو وغوښتل، چې له افغان وژنې دې ډده وکړي؛ د خلکو، حکومت او نړیوالې ټولنې غږ دې د جګړې د پای ته رسیدو او سولې ټینګیدو لپاره واوري.

هغه زیاته کړې، چې تاوتریخوالي زیاتول او جګړه روانه ساتل به د سولې بهیر زیانمن کړي.

 
د ناتو ملکي استازي ستیفانو پونتیکورو  د برید د غندلو ترڅنګ ویلي، چې د طالبانو لخوا ډېریدونکی تاوتریخوالی ورته د منلو ندی او د سولې فرصت زیانمنوي. 
 
.هغه دا هم ویلي، چې د یو شمېر طالب بندیانو د نه خوشې کولو په اړه د افغان حکومت دریځ او اندېښنې مشروع دي؛ خو دواړه خواوې باید سولې ته د رسیدو لپاره نرمښت وښي
هغه له طالبانو وغوښتل، چې تاوتریخوالی راکم او د سولې خبرو ته راودانګي.

Trending

Exit mobile version