سوداگري

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالی د یوه پلاوي پر مشرۍ قزاقستان ته ولاړ

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي نن (سې شنبه د زمري ۱۰ ) د یوه ګډ دولتي او خصوصي سکتور د پلاوي پر مشرۍ د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ولاړ.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د اعلامیې له مخې؛ د دغه سفر موخه د افغانستان او قزاقستان د ستر نندارتون پرانیستل، د دواړو خواوو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د غونډو جوړول او د سوداګرۍ د پراختیا، ترانزیت، صنعت او د پانګونې د جلب په اړه د رسمي دوه اړخیزو خبرو اترو ترسره کول دي.

دغه راز په پام کې ده، چې د افغانستان له دننه او بهر څخه ۳۵۰ افغان شرکتونه په دې نندارتون کې ګډون وکړي او د هېواد صنعتي، کرنیز او کاني محصولات به د درې ورځو لپاره په ۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شي.

سربیره پردې، په آستانه کې د یوې ورځې لپاره د سوداګریزو تړونونو د ترسره کولو لپاره په پام کې ده، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ په ۱۶ بېلابېلو تولیدي او خدماتي سکتورونو کې د اړیکو ناستې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version