سیمه ییز خبرونه
د سوریې د نوي حکومت چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني د یکشنبې پر ورځ( د جدې شپاړلسمه ) قطر ته د سفر پرمهال د دې هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د دوحې وکتل.
د سوریې د نوي حکومت لوړ پوړو چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا بندیزونه د خپل جنګ ځپلي هېواد د بیارغونې په لار کې یو خنډ وباله او یو ځل بیا یې له واشنګټن څخه وغوښتل، چې دغه بندیزونه لغو کړي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني د یکشنبې پر ورځ( د جدې شپاړلسمه ) قطر ته د سفر پرمهال د دې هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د دوحې وکتل.
شيباني له ناستې وروسته خبريالانو ته وويل: « بنديزونه [د امريکا لخوا] د سوريې د خلکو د چټک پرمختګ او ودې پر وړاندې يو خنډ دی، چې د نورو هېوادونو خدمتونو او ګډون ته پر تمه دي. »
هغه زیاته کړې: “مونږ یو ځل بیا له امریکا غواړو، چې دا بندیزونه لرې کړي؛ هغه بندیزونه، چې اوس د سوریې د خلکو پر وړاندې دي، نه هغه څه، چې مخکې ول: د بشارالاسد د رژیم پر وړاندې بندیزونه.”
د سوریې کورنۍ جګړه، چې په ۲۰۱۱ کال کې د بشار الاسد د حکومت پر ضد د دغه هېواد د خلکو له سولهییزو مظاهرو سره پیل شوه؛ تر اوسه له ۵۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي او شپږ میلیون بې ځایه شوي دي.
په پای کې وسلوال مخالفان وتوانیدل؛ په ۱۱ ورځنيو عملیاتو کې، چې په حیرانونکي بڼه له ادلب او حلب څخه پیل شول د لیندۍ پر اتلسمه دمشق ته ورسېدل او په سوریه کې یې د بشارالاسد د کورنۍ ۵۰ کلنه واکمني پای ته ورسوله.
د لیندۍ پر دېرشمه د امریکا لوړپوړو ډیپلوماټانو سوریې ته سفر وکړ او د تحریر الشام له قومندان احمد الشرع سره یې، چې په محمد جولاني مشهور و؛ وکتل.
امريکا له دې مخکې د هغو معلومات په بدل کې، چې د الشرع د نيولو لامل شي؛ تر ۱۰ ميليون ډالرو پورې جايزه اعلان کړې وه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې باربرا لیف دمشق ته د سفر پر مهال دغه جایزه لغو اعلان کړه.
د سوریې بهرنیو چارو وزیر دوحې ته په سفر کې بیا هم ټینګار وکړ، چې قطر به د دغه هېواد په نوي پېر کې د سوریې ملګری وي.
دا د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته د شیباني دوهیم رسمي سفر دی.
نوموړی مخکې له دې د سعودي عربستان له چارواکو سره د لیدو لپاره د مرغومي پر دولسمه ۱۲ د دغه هېواد پر لوري روان شو.
قطر ته په دې سفر کې له شیباني سره د دفاع وزیر مرهف ابو القصره او د سوریې د استخباراتو د ادارې مشر انس الخطاب هم ملګري دي.
د بشارالاسد لخوا د لاریونکوونکو له پراخه ځپلو او د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته؛ قطر له دمشق سره خپلې اړیکې پرې کړې او د مخالفانو ملاتړ یې پیل کړ.
بالاخره له دیارلس کلونو وروسته قطر په دمشق کې د لیندۍ پر شلمه خپل سفارت بیا پرانیست.
د قطر بهرنيو چارو وزير محمد الخليفي د مرغومي پر شپاړلسمه دغه هېواد ته د سوريې د لوړ پوړي پلاوي سفر ته په نغوته( اشاره ) کې وويل؛ شيباني په سوريه کې د نږدې راتلونکي لپاره د لارې یوه روښانه نقشه وړاندې کړه او په دې اړه يې د نوي حکومت لخوا په نږدې راتلونکي کې د ډاډمنو ګامونو پورته کول تشریح کړل.
الخلیفي ټینګار وکړ: مونږ د سوریې په چارو کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لپاره همکاري کوو.
له دې مخکې د مرغومي پر څلورمه د سوریې بهرنیو چارو وزیر ایران ته خبرداری ورکړی و، چې د سوریې د خلکو ارادې او حاکمیت ته درناوی وکړي او په دغه هېواد کې د ګډوډۍ له خپرولو ډډه وکړي.