تازه خبرونه
د سیمې د هېوادونو له ګډون پرته د افغانستان د ستونزې حل ناشونی دی – کرن ډیکر
میرمن ډیکر وایي: د افغانستان لپاره داسې کومه حل لاره نشته، چې سیمه په کې ښکېل نهوي او په ځانګړي توګه افغانان باید له خپلو ګاونډ هېوادونو سره خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ پېنخمه) له خبریالانو سره په انلاین غونډه کې ویلي، چې د سیمې د هېوادونو له ګډون پرته د افغانستان د ستونزې حل ناشونی دی.
میرمن ډیکر وایي: د افغانستان لپاره داسې کومه حل لاره نشته، چې سیمه په کې ښکېل نهوي او په ځانګړي توګه افغانان باید له خپلو ګاونډ هېوادونو سره خبرې وکړي.
نوموړې د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي ولسمشر د تګلارې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې مونږ باید د جنورۍ تر شلمې پورې تم شو، چې ډونالډ ټرمپ خپل کار پیل کړي.
هغې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته په نغوته کې ټینګار وکړ، چې دا ډلې نه یوازې په افغانستان کې فعالې دي، بلکې له هغوی سره مبارزه سیمهییزې همکارۍ ته اړتیا لري.
میرمن کرن دیکر دغه راز د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون ته هم نغوته وکړه او وایي؛ د دغه تړون یوه ماده دا ده، چې ترهګرې ډلې باید په افغانستان کې حضور ونلري او د دغه هېواد خاوره باید د نورو پر ضد ونهکارول شي.
هغې زیاته کړې؛ د دوحې د تړون دغه برخه د پای نېټه نلري او دا ژمنه به تر هغې پورې پاتې وي، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې موجودې وي.
د امريکا سفارت چارسمبالې د اسلامي امارت د نويو قوانينو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو ژوند یې محدود کړی دی.
کرن ډیکر ویلي؛ هغه له دې اندېښمنه ده، چې د افغانانو ژوند ورځ تر بلې محدودېږي او دا محدودیتونه یوازې د ښځو لپاره نه، بلکې د نرینه وو لپاره هم دي.
هغې ويلي: که طالبان (اسلامي امارت) غواړي له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري، باید د خپل هېواد له نرینه او ښځو سره ښې اړیکې ولري. هر هغه ملاتړ او مشروعیت، چې طالبان (اسلامي امارت) یې له نړیوالې ټولنې غواړي؛ د افغانانو له ملاتړه پیلېږي.
کرن ډیکر ټینګار کړی؛ امریکا د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ سره کار کوي، چې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون وارزوي.
نوموړي د اسلامي امارت د نويو قوانينو په اړه ويلي، چې نه پوهيږي دا قوانين به څنګه پلي شي.
هغې زیاته کړې: په دوحه کې د دغو مسائلو پېژندل او ارزول د غونډو له لارې ګران کار دی.
ډیکر د پوهنې نړیوالې ورځې ته په نغوته کې ویلي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو پر زدهکړو به تمرکز وشي؛ ځکه، چې له زدهکړې پرته به افغانستان له ډاکټرانو، انجینرانو، کمپیوټر پروګرامرانو، محاسبینو، ښوونکيو، د کرنې او برښنا متخصصینو او داسې نورو څخه بې برخې وي. دا هغه سکټورونه دي، چې افغانستان دغو کارپوهانو ته اړتیا لري.
نوموړي دا هم ویلي؛ امریکا هڅه کوي، د انلاین او سټلایټ له لارې افغان نجونو ته د زدهکړو شرایط او په نړیواله کچه کاري فرصتونه برابر کړي.
