تازه خبرونه

د شانګهای ټولنې غړیو په افغانستان کې پر سوله او ثبات ټینګار څرګند کړ

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۶, ۱۴۰۱

د شانګهای د همکارۍ ټولنې په ترسره شوې سرمشریزه کې ازبکستان د افغانستان لپاره د بشري مرستو د صندوق جوړولو وړاندیز وکړ.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په افغانستان او پاکستان کې د سولې او ثبات پر تامین ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دا ځل د افغانستان هېرول به لویه تېروتنه وي.

شهبلز شریف زیاته کړې: که مونږ وکولی شو، چې په دې سیمه کې سوله ترلاسه کړو؛ نور هېوادونه به هم په سوله کې ژوند وکړي.

هغه دغه راز د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو کمېدل هم د دې هېواد د اقتصاد د ملاتړ لپاره پوره اړتیا ونوموله.

دغه د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو هم د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان په ګډو پولو کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه ټینګار څرګند کړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي: د دغې ټولنې له لومړیتوبونو څخه یو له ترهګرۍ او افراطیت سره مبارزه ده.

د دغه بله مهمه دنده یې د افغانستان د پولو په ګډون د پولو په اوږدو کې د شخړو اوارول دي.

د دې ټولنې غړو ویلي، چې د سیمي د امنیت ، ثبات او پراختیایي پروژود عملي  کیدو لپاره د افغانستان  امنیت مهم دی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم څرګنده کړې: له افغانستان څخه د نشه يي توکو قاچاق یوه ستونزه ده او د دې وخت رارسېدلی، چې د شانګهای د همکاریو په ټولنه کې له هغې سره د مبارزې لپاره یو نوی سیستم پلی شي.

د شانګهای همکارۍ  ټولنې عمومي منشي ویلي ، د سیمې ثبات په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلی دی.

دغه راز د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د امریکا ناکامۍ ته په نغوته کې ویلي، چې واشنګتن په افغانستان کې له خپلې ناکامۍ درس وانخیست؛ نو، ځکه یې په آسیایي سیمو کې مداخله زیاته کړې ده.

ابراهیم رییسي وایي: په تېرو څو لسیزو کې زمونږ سیمې د بهرنۍ مداخلې ترخه مزه لیدلې، چې پایله یې د ترهګرۍ له رامنځته کېدو او د ناامنیو له خپرېدو پرته بل څه ندي. اوس لیدل کیږي، چې مونږ اوس په افغانستان کې ورسره مخامخ یو. امریکا نه یوازې دا، چې په افغانستان کې له خپلې ماتې عبرت ندی اخیستی، بلکې د آسیا نورو سیمو ته یې د ناامنۍ او مداخلې د خپرولو پالیسي هم ګړندۍ کړې ده.

د شانګهای همکارۍ ټولنې عمومي منشي ژانګ مینګ ویلي؛ په افغانستان کې باید یو داسې پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي، چې د ټولو قومونو، مذهبونو او سیاسي ډلو استازیتوب وکړي او اوسني اقتصادي، سیاسي، امنیتي ستونزې په اساسی ډول سره ختمي شي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت  له بیا واکمنۍ راپدیخوا دا لومړی ځل دی، چې د شانګهای د همکارۍ ټولنې غونډه جوړېږي.

دې غونډې ته د افغانستان استازی نه وو بلل شوی.

دغه ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې تاسیس شوې؛ چین، روسیه، کرغزستان، کزاکستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان، ایران  یې دایمي او افغانستان، بیلاروس، منګولیا يي څارونکي غړي دي.

Trending

Exit mobile version