ساینس او ​​ټیکنالوژي

د شمالي کوریا یو شمېر خلک د حکومتي او امنیتي سیسټمونو د تېرایستنې هڅې کوي

Published

on

په امریکا کې میشتې یوې ډلې په یوه راپور کې ادعا کړې، چې د شمالي کوریا له بندیزونو سره سره بیا هم یو شمېر خلک حکومتي او امنیتي سیسټمونه تېرباسي او پر ګرځند د بهرنیو څرګندونو لیدونکي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په امریکا کې میشته غیر انتفاعي لومین ټولنه، معلوماتو ته د شمالي کوریا د لاسرسي د یوې کوچنۍ کچې له هک کولو راپور ورکړی، چې د شمالي کوریا په قانون کې له وروستيو بدلونونو پرده پورته کوي او د یوې ستونزې په توګه ورته ګوري.

په راپور کې دا ادعا هم شوې، چې د ټیلیفونونو د هک کولو لپاره خورا اړینه پوهه د شمالي کوریا هغو خلکو ته رسیدلې، چې چین ته د کار لپاره لیږل شوي. ډېري دغه خلک بهرنیو معلوماتو ته د لاسرسي په سافټویرونو کې کار کوي.

په شمالي کوریا کې سمارټ ګرځند ته لاسرسی ډېر شوی؛ خو لږ خلک نړیوال انټرنیټ ته لاسرسی لري. په دې هېواد کې ټول برښنایي وسایل باید حکومتي پروګرامونه او د څارنې نورې برخې ولري، چې د کارونې څارنه کوي او لاسرسی محدودوي.

د راپور وړاندې کوونکیو له ERNW سره په همکارۍ په آلمان کې د معلوماتي ټکنالوژۍ دخدماتو خپلواک وړاندې کوونکی د شمالي کوریا د سمارټ ګرځند او ټابلیټونه، چې تر حکومتي څارنې لاندې ول؛ معاینه کړي او د دې هېواد له دوه تښتیدلیو سره یې مرکه کړې، چې ویلي دوی توانیدلي، چې له هېواده وتښتي او لږېدلي محدودیتونه مات کړي.

د دې هک موخه د ټیلیفون امنیتي ارزښت له پامه غورځول او بېلابېلو پروګرامونو ته لاسرسی ګڼل شوی دی.

Trending

Exit mobile version