تازه خبرونه

د شهیدانو کورنۍ او معلولین دې بایومتریک شي

Published

on

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۲۴ ) د شهیدانو د کورنیو او معلولینو له بایومتریک نوملیکنې خبر ورکړ.

چارواکي وايي، د نومونو بایومتریک ثبت د رڼښت بهیر پوره ډاډمنوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال عبدالحکیم حقاني ویلي؛ مونږ د بایومتریک سیستم فعال کړی. دا سیستم کاغذي پېژند‌پاڼې نه مني. پېژندپاڼه باید الکترونیکي وي.

دغه راز نوموړي ویلي؛ راتلونکی کال به د یتیمانو او کونډو په ګډون مستحقو کسانو ته د دې سیستم له لارې پیسې ورکړ شي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په تېرو څلور میاشتو کې د هېواد د ۱۵ ولایتونو ۳۵۰۰ کسان بې اسناده پېژندل شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت چارواکو ویلي، د روان مالي کال لپاره ۱۲ میلیارد افغانۍ ځانګړې شوي او هڅه کوو، چې له لوی اختر مخکې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته پیسې ورکړ شي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دغه وزارت کې ۱۹۰ زره معلولین، ۸۰ زره کونډې او ۳۵۰ زره یتیمان ثبت دي.

Trending

Exit mobile version