نړۍ
د صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
ووچیچ، چې د ولسمشرۍ دوهیمه او وروستۍ پېنځه کلنه دوره یې تېروله؛ د خپل دوهیم پړاو له پای ته رسېدا شاوخوا اووه میاشتې مخکې له دندې ځان ګوښه کړ.
د صربستان ولسمشر الکسانډر ووچیچ د یکشنبې پر ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه او له دې سره یې په دې هېواد کې له وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدا زمینه برابره کړه.
ووچیچ، چې د ولسمشرۍ دوهیمه او وروستۍ پېنځه کلنه دوره یې تېروله؛ د خپل دوهیم پړاو له پای ته رسېدا شاوخوا اووه میاشتې مخکې له دندې ځان ګوښه کړ.
نوموړي دا کار په داسې حال کې کړی، چې د صربستان له وخت مخکې پارلماني ټاکنې د اوکټوبر پر پېنځهویشتمه ترسره کېږي.
ووچیچ ویلي، که د صربستان د پرمختګ غوښتونکي ګوند (SNS) پر مشرۍ نوی حکومت جوړ شي؛ ښايي دی لومړی وزیر وټاکل شي.
د صربستان د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد د پارلمان اوسنۍ مشره آنا برنابیچ به د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدا پورې د لنډمهالې ولسمشرې دنده ترسره کوي.
د ولسمشرۍ ټاکنې باید تر ډېره په ۹۰ ورځو کې ترسره شي.
راتلونکې پارلماني ټاکنې به د صربستان د پرمختګ غوښتونکی ګوند او د هغه متحدین د زدهکړیالانو له «زدهکړیالان بریالي کېږي» غورځنګ او د لویدیځ پلوو مخالفو ګوندونو له ائتلاف سره مخ کړي.
ووچیچ، چې له څه باندې یوې لسیزې راپدېخوا د صربستان د سیاست له مهمو څېرو څخه دی؛ په ۲۰۱۷ز.کال کې ولسمشر وټاکل شو.
د هغه منتقدانو او د بشري حقونو ځینو ډلو د هغه حکومت د واک د زیات تمرکز پر هڅه تورن کړی؛ خو د صربستان چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.
د ووچیچ استعفا په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې صربستان د ۲۰۲۴ز.کال په نومبر کې د نوويساډ ښار د بیا رغول شوي ریلګاډي تمځي د سیوري د چت له نړېدا وروسته د زدهکړیالانو او د حکومت د مخالفانو له پراخو لاریونونو سره مخ شوی دی. په دغه پېښه کې ۱۶ کسان مړه شول.
ووچیچ د یکشنبې پر ورځ هم اعلان وکړ، چې ۴۹ کسان، چې د لاریونونو په تړاو نیول شوي یا محاکمه شوي وه، د فعالانو او د هغه د یو شمېر پلویانو په ګډون؛ له بښنې برخمن کړي دي.