تازه خبرونه
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د همکارۍ او هند د نوې ټکنالوژۍ د رالېږدولو ډاډ څرګند کړ
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، سټانا د افغانستان د قیمتي ډبرو د نندارتون د تالار او د درملو په سکټوور کې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپله علاقه څرګنده کړه.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پرون په خپل دفتر کې له هندي سوداګر انکوش سټانا او مل پلاوي سره د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، سټانا د افغانستان د قیمتي ډبرو د نندارتون د تالار او د درملو په سکټوور کې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپله علاقه څرګنده کړه.
هغه زیاته کړې؛ جرمني داسې پرمختللې ټکنالوژي ترلاسه کړې، چې کولی شي د کارول شوي پلاستیک څخه د پام وړ ډیزلو تېل تولید کړي. مونږ چمتو یوو، چې دا ټکنالوژي افغانستان ته راولېږدول شي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر له دې وړاندیز څخه د هرکلي ترڅنګ خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او افغانستان یې د پانګونې فرصتونو لرونکی هېواد وباله.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان خصوصي سکټور فعال دی او له بهرنیو پانګوالو سره همکارۍ ته چمتو دی.
ویل کیږي، چې دا لیدنه د افغانستان او ګاونډ هېوادونو ترمنځ د پانګونې او اقتصادي همکارۍ د پراختیا پر لوري یو اړین ګام دی.