تازه خبرونه
د طالبانو په برید کې د غوریان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر وژل شوی
سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د لویدیځ ولایت هرات د غوریان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر نورالله نظري د وسلوالو طالبانو سره په یوه نښته کې وژل شوی دی.
د هرات والي سید وحید قتالي ویلي، چې د پنجشنبې پر ماسپښین د غوریان – زندهجان پر سړک د طالبانو لخوا د غوریان پر ولسوال فرهاد خادمي او د ملي امنیت مدیر نور الله نظري برید شوی دی.
وحید قتالي زیاته کړې، چې په دې نښته کې نظري وژل شوی او د امنیتي ځواک درې نور غړي ټپیان دي.
چارواکي څرګندوي؛ ولسوال بریالی شوی، چې له بریده ځان روغ راوباسي.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.