Connect with us

تازه خبرونه

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د مالیزیا له ځانګړي استازي سره وکتل

خپور شوی

د

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد مالیزیا ته په خپل سفر کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره وکتل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د جمعې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دې وزارت چارسمبالي قلندر عباد په دې لیدنه کې ویلي؛ افغانستان د آسیا د زړه په توګه یو اړین هېواد دی او دا، چې خپلواک دی نورو هېوادونو ته هم کوم خطر نه پېښوي.

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان دروازې د هر ډول مثبت تعامل لپاره د ټولو پر مخ خلاصې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د روږدو کسانو د ستونزو په اړه یادونه کړې او څرګندوي، چې په افغانستان کې لویدیځ او پخواني حکومت د روږدو کسانو مخه ونه‌شوه نیولی؛ خو اسلامي امارت نه یوازې په لږ وخت کې د روږدو کسانو درملنه وکړه، بلکې دغې سترې ستونزې ته یې د پای ټکی کېښود.

قلندر عباد ویلي؛ اوس‌مهال زرګونه نرینه او ښځینه د روغتیا وزارت په بېلابېلو برخو کې کار کوي او تر روزنې لاندې دي.

هغه زیاته کړې؛ مالیزیا یو دوست او ورور  هېواد دی او مونږ به د روغتیا په برخه کې د تلپاتې همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو.

د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم ویلي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د روغتیا ترڅنګ په نورو ډېرو برخو کې هم همکاري وکړي.

نوموړي مالیزیا ته د عامې روغتیا وزارت د چارسمبالي سفر اړین وباله او د ګټورو اړیکو د غزولو ډاډ یې څرګند کړ.

قتیل زوی

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سې‌شنبې پر شپه د فیض‌آباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې  پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووه‌ویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

علماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د لیندۍ شپږویشتمه ) د یادې دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي:« مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي. »

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې د ګډون پر مهال په خپلو خبرو کې ویلي:  علماء کرام دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه ورکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د لیندۍ شپږویشتمه ) د یادې دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي:« مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي. »

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وایي: په افغانستان کې د جهاد فرضیت په مدارسو کې پیل شوی، کلیو او ښارونو ته پراخ شو او په داسې عمل او تقابل بدل شو، چې سترو کفري لښکرو ته یې ماتې ورکړه.

ملا برادر د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدارسو رول مهم وباله او څرګندوي، چې مدارس باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي.

برادر د مدارسو له فارغانو وغوښتل، چې پخپل علم عمل وکړي؛ نورو ته یې وښيي او له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!