روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره بېلاروس ته ولاړ
د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ د جلالي د سفر موخه د بېلاروس د روغتیايي ظرفیتونو ارزول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا او د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له تجربو ګټه اخیستل دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د یوه پلاوي پر مشرۍ د روغتیايي همکاریو د پراختیا او د تجربو د شریکولو لپاره بېلاروس ته سفر کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ د جلالي د سفر موخه د بېلاروس د روغتیايي ظرفیتونو ارزول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو پراختیا او د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له تجربو ګټه اخیستل دي.
د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت مرستیال بیریس اندرسیوک د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر او مل پلاوي هرکلی کړی او دغه سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا لپاره مهم بللی دی.
ټاکل شوې، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر به د سفر پر مهال د بېلاروس د عامې روغتیا وزارت له مشرانو سره لیدنه وکړي او د بېلاروس له دولتي طبي پوهنتون، د درملو له دولتي تولیدي شرکت، د زړه او سرطان ناروغیو د درملنې له تخصصي مرکزونو، د جمهوریت د روغتیا ساتنې او وباپېژندنې له مرکز او د ښار له بېړنۍ کلینیکي روغتون څخه لیدنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دغه سفر کې به د روغتیايي چوپړتیاوو، طبي زدهکړو، د درملو تولید او د روغتیا د تخصصي برخو د پراختیا په برخو کې د تجربو پر شریکولو هم خبرې وشي.