نړۍ
د عراق په عین الاسد هوايي ډګر کې یوه بې پیلوته الوتکه رانسکوره شوې
د عراق پوځ او د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف چارواکو د عراق د لویدیځ الانبار ولایت د عین الاسد په هوایي ډګر کې د یوې ناڅرګندې بې پیلوته الوتکې له نسکورولو خبر ورکړی دی.
د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ عراقي سرچینو د عین الاسد په هوايي ډګر کې د یوې نامعلومې بې پیلوته الوتکې د نسکورولو تر څنګ په ډاګه کړې، چې په عین الاسد کې د امریکا د پوځ د هوايي مدافعې سیستم دغه بې پیلوته الوتکه نسکوره کړې او له منځه وړې ده.
د دې بې پيلوته الوتکې د راغورزېدو له کبله ځاني او مالي زيان ندى اوښتى؛ خو ویل کیږي، چې آیا دا بې پيلوته الوتکه د کشفي ماموريت په حال کې وه او که چاودېدونکي توکي يې لېږدول.
د عین الاسد اډه څو ځله د ایران له ملاتړه برخمنو ملیشو لخوا تر بریدونو لاندې راغلې او پر کاتیوشا او ګراد نو توغنديو څو ځلې لګېدلې هم ده.