نړۍ
د عربستان په بریدونو کې ۱۱ زره یمني ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې – یونیسف
د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) څرګنده کړې، چې پر یمن د سعودی عربستان د پوځی بریدونو له پیل راپدیخوا تراوسه څه باندې ۱۱ زره یمنی ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د یونیسف په راپور کې ویل شوي: د دې جګړې رښتینې احصائې شاید ډېرې لوړې وي؛ زرګونه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په سلګونه زره نور د لوږې او مخنیوي وړ ناروغیو له کبله د مړینې له خطر سره مخ دي.
د یونیسف د راپور له مخې؛ په یمن کې شاوخوا ۲ اعشاریه ۲ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي، چې څلورمه برخه یې له پېنځه کلونو کم عمر لري او ډېري یې د کولرا، شري او نورو واکسینونو د مخنیوي وړ ناروغیو د اخته کیدو له خطر سره مخ دي.
پر یمن باندې د سعودي پوځی بریدونه له ۲۰۱۴ ز. کال راپدیخوا پیل شوي او تر دې دمه يې سلهاوو زره کسان د مستقمو یا نامستقیمو اغېزو په ګډون د ککړو اوبو، د ناروغیو د خپریدو او د لوږې له کبله مړه شوي دي.
د یونیسف وروستی راپور ښیي، چې د مارچ له ۲۰۱۵ څخه د ۲۰۲۲ کال تر سپتمبر پورې ۳ زره ۷۷۴ یمني ماشومان مړه شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې یونیسف په یمن کې له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ۴۸۴ اعشاریه ۴ میلیون دالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
