Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د عمران خان د ګوند پر بندیز لګولو غور کوو- د پاکستان دفاع وزیر

Published

 on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۴۰۲)

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې حکومت د عمران خان پر مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د فعالیتونو پر بندیز غور کوي.

د پاکستان د دفاع وزارت دا هڅه د سیاسي بې ثباتۍ په روان بهیر کې رامنځته شوې ده.

په پاکستان کې د می پر نهمه د فساد پر تور د عمران خان له نیولو وروسته سیاسي حالات کړکیچن شول، چې بیا عمران خان د محکمې له حکم وروسته په ضمانت خوشې شو.

عمران خان پر ځان لګېدلي د فساد تورونه ردوي او له ځواکمن پوځ سره په ټکر کې دی. دا حالت د پاکستان په تاریخ کې بې ساری ګڼل شوی؛ ځکه، چې پوځ د پاکستان په تاریخ کې پر مستقیم ډول واکمني کړې او ملکي حکومتونه یې څارلي دي.

خواجه آصف خبریالانو ته ویلي: پر تحریک انصاف بندیز تر څېړنې لاندې دی. تحریک انصاف د حکومت پر بنسټ داسې برید کړی، چې له دې مخکې دا کار شوی نه‌و، چې دا د زغم وړ نه‌ده.

د رویترز د څرګندونو له مخې، د خان نیول په ټول هېواد کې وژونکي او ویجاړوونکي لاریونونه راوپارول، د اردو پر تاسیساتو بریدونه وشول او دولتي ودانۍ وسوځول شوې.

سوداگري

په روان کال کې د هرات کروندګرو ته د وریښمو چینجي ووېشل شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۲)

د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست ويلي، چې په روان کال کې یې د ورېښمو شاوخوا ۳۶۰۰ صندوقه د وریښمو چینجي کروندګرو ته وېشلي، چې سږ کال یې پایلو ته ډېرې هیلې شته.

دا مهال د ورېښمو د چینجیو د محصول یا وریښمو تار د را ټولولو وخت دی.

سږ کال د ورېښمو د چينجيو څه باندې درې زره صندوقونه په زنده جان، انجيل، ګذرې او پښتون زرغون ولسواليو کې بزګرانو ته وېشل شوي دي.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رياست د ترویج او مالدارۍ عمومي رییس خلیل احمد بهمنش وايي، چې ۸۰ په سلو کې د وریښمو د چنجیو پالنه په زنده جان ولسوالۍ کې ترسره کیږي.

د وریښمو د چینجیو پالنه زیارګلوونکی صنعت دی؛ کروندګر او د چینجیو پالونکي د ورېښمو تار اسانه تر لاسه کولی نه‌شي.

کروندګر وايي، د تېر کال پر پرتله د ورېښمو بازار پیکه دی.

د وریښمو د چینجیو په پالنه کې تر ډېره میرمنې بوختې دي.

د وریښمو چینجیو پالونکې شتابه جلال ویلي؛ د ورېښمو د چينجيو له پاللو څخه نيولې بيا د ورېښمو د تارونو د بېلولو او د ورېښمنو جامو د توليدولو چارې تر ډېره د ښځو لخوا ترسره کېږي.

سږ کال هغه کورنۍ، چې د ورېښمو چینجي یې ساتلي هيله لري، چې ښه حاصلات به ولري.

په دې صنعت بوخت کسان وايي، چې سږ کال د وریښمو بازار پیکه دی.

په هرات کې د ورېښمو صنعت شپږ سوه کلن تاریخ لري. اوس هم ډېرو کورنیو دغه پخوانی مسلک ساتلی او د ورېښمو چینجي معمولاً د توتانو پر پاڼو تغذیه کوي.

Continue Reading

بلخ @ps

د بلخ په مرکزي روغتون کې د کانګو ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

 د بلخ ولایت روغتیايي مسوولین وايي، له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په دې ولایت کې د کانګو پر ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس په خلکو کې د دغې ناروغۍ د خپرېدو په اړه د اندېښنې پر څرګندولو ويلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغې ناروغۍ لس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا رییس نجيب الله توانا د کانګو تبې پر وړاندې د همغږۍ په غونډه کې وويل، چې تر اوسه په‌دې ناروغۍ دوه کسان مړه شوي دي.

د بلخ ولایت د پېنځه سوه بستریز روغتون رییس داکتر نبی الله امیري ویلي؛ دغه ناروغي خطرناکه او وژونکې ده او له هېوادوالو یې غوښتي، چې له څارویو سره له اړیکو ډډه وکړي.

دغه راز د بلخ سیمه‌ییزو چارواکو له رسنیو او د دغه ولایت د حج او اوقافو له ریاست څخه غوښتي، چې له عامې روغتیا ریاست سره دې د خبرتیا په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

د بلخ ولایت د کورنیو غړي، چې خپلوان یې په‌دې ناروغۍ اخته شوي، له نورو ښاریانو غوښتنه کوي، چې د داکترانو لارښوونې دې جدي ونیسي.

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي ذبيح الله نوراني له رسنيو وغوښتل، چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، چې د دغې وژونکې ناروغۍ له زيانونو ځانونه خبر کړي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست چارواکي د کانګو تبې د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، د لوی اختر له رارسېدو سره به د څارویو د پیر او پلور په بازارونو کې نوره ګڼه ګوڼه هم پیدا شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې ځانمرګي بریدکوونکي ۲۱ امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله واړوله

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۲)

د شنبې پر ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت د دیره اسماعیل خان د چاه‌ خان په اړوند سیمه کې پر چاودیدونکیو توکو بار موټرسایکل سپاره ځانمرګي برید کوونکي د امنیتي ځواکونو کاروان پر نښه کړ؛ دوه یې ووژل او ۱۹ نور ټپیان دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په ټپیانو کې د درې کسانو  روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

دوی وايي، ټپيان د پېښور ګډ پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ځايي رسنیو څرګنده کړې، ټوله سيمه کلابنده شوې او د قانون پلي کوونکیو ادارو د بريد په اړه پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه د برید پړه چا پر غاړه نه‌ده اخیستې.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!