لوبی

د عینو مېنې لوبډلې د احمد نبي مقدس پر دوه ګولونو آرمان اف‌سي ته ماتې ورکړه

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې د عینو مېنې لوبډلې لوبغاړي احمد نبي مقدس په اووه‌څلوېښتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي دروازه پرانیسته او خپله لوبډله یې مخکې کړه. نوموړي په پېنخه‌اویایمه دقیقه کې خپل دوه‌یم ګول هم وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې دوه ګولونو ته ورسوله.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۰, ۱۴۰۵

 

د عینو مېنه کندهار لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په شپږشپېتمه لوبه کې آرمان اف‌سي ته ۲ پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه د شنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، چې لومړۍ نیمایي یې د دواړو لوبډلو ترمنځ له ګول پرته پای ته ورسېده.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې د عینو مېنې لوبډلې لوبغاړي احمد نبي مقدس په اووه‌څلوېښتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي دروازه پرانیسته او خپله لوبډله یې مخکې کړه. نوموړي په پېنخه‌اویایمه دقیقه کې خپل دوه‌یم ګول هم وواهه او د خپلې لوبډلې بریا یې دوه ګولونو ته ورسوله.

د دې پایلې له مخې، عینو مېنه کندهار درې امتیازونه ترلاسه کړل او آرمان اف‌سي له کوم امتیاز پرته له لوبغالي ووت.

آرمان اف‌سي به د نومبر پر درېیمه په راتلونکې لوبه کې له سرسبز یاشلر سره مخ شي او عینو مېنه کندهار به د نومبر پر پنځمه له طوفان هرات سره سیالي وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینه‌وال یې لیدلی شي.

Trending

Exit mobile version