تازه خبرونه

د غني ” لجاجت ” او د افغان سیاستوالو ” ځانځاني ” د حکومت د سقوط لامل شو – خلیلزاد

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ (د لړم ۵ مه) په واشنګټن ډي سي کې د نړیوالې سولې لپاره د کارنګي څېړنیز مرکز لخوا په جوړ شوي مجازي کنفرانس کې ویلي، چې د طالبانو ( ا.ا ) لخوا د افغانستان د حکومت سقوط دوه لامله لرل؛ یو د پخواني ولسمشر اشرف غني “لجاجت” او دوه یم د هېواد د سیاستوالوځانځاني“.

زلمي خلیلزاد دا هم ویلي، چې له طالبانو(اسلامي امارت) سره د جګړې لپاره د افغان پوځیانو نه لیوالتیا هم د افغانستان د ګړندي سقوط  یو لامل دی.

خلیلزاد زیاته کړې: سره له دې، چې هغه یعنې اشرف غني له درغلیو څخه په ډکو ټاکنو کې د لږ شمېر افغانانو په ګډون یو ځل بیا وټاکل شو. مونږ ټولو د ولسمشر غني د بې ځایه ټینګار، چې غښتل یې په واک و ځواک کې پاتې شي ؛ حیران کړي وو.

زلمي خلیلزاد هم د لومړي ځل ومنله، چې امریکا افغانان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ګډون زړه توري کړل، هغه ټامنې، چې اشرف غني یې د دوه یمې دورې لپاره واک ته ورساوه.

خلیلزاد ویلي؛ امریکا غوښتل، چې د سیاستوالو او مدني ټولنې او طالبانو ( اسلامي امارت) ترمنځ د خبرو له لارې یوه موقته اداره رامنځته کړي، چې ټولو ډلو ته د منلو وړ.

دغه امریکايي افغان ډیپلومات دا هم ویلي؛ د غني لویه تېروتنه دا وه، چې فکر یې کاوه امریکا به له افغانستان څخه ونه وځي.

د خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ غني په دې باور و، چې امریکا او استخبارات به یې له هغو سیمو څخه شا ته نشي، چې سټراټیژیک مهم هېوادونه لکه چین، روسیه، ایران او پاکستان ته نږدې دي.

خلیلزاد زیاته کړې: ما هڅه وکړه، چې هغه [اشرف غني] قانع کړم او ورته په دې اړه د ولسمشر ټرمپ له جدیته ووايم؛ خو هغه ویل نه! استخباراتو او پوځ ماته بل څه ویلي.

کله، چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بشپړ ایستلو اعلان وکړ؛ اشرف غني خلیلزاد ته وویل: زه اوس آزاد یم، چې د افغانانو په خوښه جګړه وکړم. زه به په شپږ میاشتو کې طالبانو (اسلامي امارت) ته ماتې ورکړم؛ ځکه، چې تاسې کمزوری جګړه کوئ.

خلیلزاد څرګنده کړې، چې په حقیقت کې د امریکا له خوا تر ۳۰۰۰۰۰ ډېر روزل شوي او مجهز سرتېري د طالبانو د ۶۰۰۰۰ سرتېرو په مقابل کې د مورال د نشتوالي، فساد او په لومړۍ کرښه کې سرتېرو ته د لږې پاملرنې له امله له منځه ولاړل.

د خلیلزاد په وینا، په افغانستان کې ولس پر سیاست لوبو باور نه درلود، سرتېري پر جوړو شویو ایډیالونو باور نه درلود؛ خو طالبان (اسلامي امارت) پخپلو ایډیالونو باوري وه.

خلیلزاد هم د افغانستان د سیاسي اشخاصو چلند «ځاني، غرضي او فاسد» نومولی او وایي، چې د سیاسي اشخاصو چلند هم له طالبانو سره د سولې د خبرو د ناکامېدو لامل شوی دی.

د خلیلزاد په وینا، هغه د هغو افغانانو له کړنو څخه مایوسه شوی، چې ورسره یې کار کړی؛ ځکه، چې د امریکا له خوا ورکړ شوی طلایی فرصت یې ونه کارولی شو.

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د کوم هېواد لخوا پر رسمیت ندی پېژندل شوی؛ خو زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا د یوې قوي ډیپلوماټیکې اړیکې ملاتړ کړی، چې په کې د یوې داسې “لار نقشې” په ګډون د دواړو ډلو ترمنځ د باور او بې اعتمادۍ د رامنځته کولو هڅه کیږي.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې د افغانستان په اړه د واشنګټن پالیسي د داسې “ناخبره بحث” تر اغېزې لاندې دی، چې د امریکا ګټو ته زیان رسولی شي.

د خلیلزاد په وینا، په امریکاو کې ډېري غواړي، چې طالبان وکړیږي او د دوی حکومت سقوط وکړي؛ ځکه، چې مونږ یې په ماتولو کې بریالي نه شوو او خوند یې پر شخوند بدل شو.

خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو (اسلامي امارت) د حکومت نسکورېدل به کورنۍ جګړې او بشري ناورین ته لار اواره کړي او د ترهګرو ډلو لپاره به ښه شرایط رامنځته کړي.

د خلیلزاد په وینا، طالبانو د تړون له لاسلیک وروسته په ۱۸ میاشتو کې خپله ژمنه وښوده او یو امریکایي هم ونه وژل شو. که څه هم د افغان ځواکونو پر ملاتړ د امریکا په هوايي بریدونو کې سلګونه او احتمالاً زرګونه طالبان وژل شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې طالبان (اسلامي امارت) هم کولی شي، چې د داعش له سخت دریځو سره د مبارزې لپاره له بهرنیو مرستو کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد پرون په یوه بله مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د دې احتمال ډېر و، چې کابل ویجاړ او کوڅه پر کوڅه جګړې وشي.

نوموړي په دې خبرو کې اشرف غني تورن کړی، چې د ده په وینا هېڅکله یې له اسلامي امارت سره د واک پر شریکولو هوکړه نده کړې.

خلیلزاد له افغانستان څخه د جوبایډن په ګډوډ وتلو نیوکه وکړه او وایي، چې امریکا پر پخواني افغان ولسمشر اشرف غني دومره فشار ندی راوړی، چې له اسلامي امارت سره د واک پر شریکولو هوکړه وکړي.

خلیلزاد ویلي: زما قضاوت دا دی، چې مونږ پر هغه (اشرف غني) دومره فشار ندی راوړی. مونږ پر ولسمشر غني مهربان وو. مونږ د ډیپلوماسۍ له لارې هغه هڅولی دی.

د هغه په ​​وينا، د امريکا او طالبانو (اسلامي امارت) ترمنځ د دوحې هوکړه د شرطونو پر بنسټ رامنځته شوې وه، چې په کې د طالبانو او پخواني افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې او هر اړخيز اوربند هم شامل و؛ خو ولسمشر بایډن پرېکړه وکړه، چې د مهالوېش له مخې له افغانستان څخه پرته له کوم مخکني شرط  ځواکونه وباسي.

د یادونې ده، چې زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه او ځایناستی یې وټاکل شو.  

Trending

Exit mobile version