سیمه ییز خبرونه
د غوښتنو تر پوره کېدا پورې له واشنګټن سره خبرې نهکوو – ایران
د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایران د سېشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته ویلي: تر هغې، چې د تهران غوښتنې منل شوې نهوي؛ له واشنګټن سره به خبرې ونهکړي. دا څرګندونه په داسې حال کې شوې، چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.
د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لري. د دغه هېواد د منځګړیتوب پخوانیو هڅو د جون په میاشت کې د یوه لنډمهالي اوربند هوکړې ته زمینه برابره کړې وه؛ خو د اسلامآباد یادښت هوکړه ژر له ماتې سره مخ شوه؛ ځکه څو اوونۍ وروسته د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شوه.
د ایراني سرچینو د راپور له مخې؛ عاصم منیر د ایران د ولسي جرګې له رییس محمدباقر قالیباف سره هم لیدلي دي.
قالیباف ویلي؛ واشنګټن تر هغې د تهران باور نهشي بېرته ترلاسه کولی، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران د تېرې میاشت وړاندې شوي اووه شرطونه یې نهوي پوره کړي.
دغه شرطونه د ایران پر بندرونو د امریکا د کلابندۍ پای ته رسول، د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د سیمې په ټولو جبهو کې د جګړو پای ته رسول رانغاړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ د ایران د امنیتي چارو مشر محسن رضايي هم له عاصم منیر سره په لیدنه کې ورته دریځ څرګند کړی او څرګندوي، چې د تهران د غوښتنو تر پوره کېدا پورې به له واشنګټن سره خبرې ونهشي.
رضايي زیاته کړې، د ایران ټولې غني شوې اټومي زېرمې به په دغه هېواد کې پاتې شي. هغه د ایران د ستر مذهبي مشر آیتالله مجتبی خامنهیي دریځ بیا تکرار کړی، چې له مخې یې د وسلو جوړولو کچې ته نږدې غني شوي یورانیم باید له هېواده بهر ونهلېږدول شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې ایران باید د امریکا د غوښتنو د پوره کولو او د دواړو هېوادونو د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یورانیمو د غني کولو وړتیا په «ماناداره» توګه راکمه کړي.
اسرائیل، امریکا او یو شمېر نور لویدیځ هېوادونه له اوږده وخت راپدخوا ایران د اټومي وسلو پر جوړولو تورنوي. دوی د خپلو تورونو دلیل د ایران لهخوا د یورانیمو تر ۶۰ سلنې پورې غني کولو ته نغوته کوي؛ دا کچه د ملکي موخو لپاره له اړتیا ډېره لوړه او د اټومي وسلې لپاره اړینې نږدې ۹۰ سلنې کچې ته ورنږدې ده؛ خو ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅې ردوي.