تازه خبرونه

د فاریاب ولایت په یوه ښوونځي کې اور لګېدلی

Published

on

د فاریاب ولایت سیمهییزو سرچینو څرګنده کړې، چې د دې ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې اور لګېدلی دی.

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شمس الله محمدي دا اورلګېدنه تائيدوي او وايي، چې پر ښوونځی د يکشنبې پر ماښام (د تلې ٣٠ ) اور ولګېد.

دا ښوونځی د جر‌کلا لیسه نومیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې له یوه ښوونځي د اور لمبې پورته کیږي.

خلک د اور پر مړ‌کولو ونه توانېدل.

تر اوسه د دې اورلګېدنې د لامل په اړه څه ویل شوي نه‌دي.

Trending

Exit mobile version