تازه خبرونه
د فراه د ګمرک په اورلګېدنه کې د تېلو ۴ زیرمې وسوزېدې
د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د ګمرک د ګاز او تېلو په زیرمو کې له اور لګیدنې د سوداګرو د نفتي توکو څلور زیرمې له منځه تللي دي.
د افغانستان د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون ويلي، چې اور د ایران هېواد په مرسته وژل شوی دی.
د افغانستان د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرستیال ویلي؛ د ابونصر فراهي ګمرک د نفتي او ګازي توکو په یوه زیرمه کې اورلګیدنې د نفتي توکو څلور زیرمې په بشپړ ډول سوځولي او مالي زیان يي هم تر اوسه ندی معلوم.
د خصوصي سکتور غړي د افغانستان د ماليې وزارت مامورینو د فساد او د ظرفیت نه شتون دټولو ستونزو اصلي لامل بولي.
د افغانستان د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزي وایي: مونږ د ستونزو ټول لامل ګمرکونه بولو؛ هلته هیڅ ظرفیت نشته د فراه نننۍ اورلګېدنه هم د ایران هېواد په مرسته مهار شوې ده او کنه د مالي او زیاني زیان د پراختیا شونتیا ډېره وه.
د افغانستان د ماليي وزارت هم په ابونصر فراهي ګمرک کې د اورلګیدنې رامنځته ته کیدل مني؛ خو زیاتوي، چې د دوي مامورین يي دعواملو د پیدا کولو په هڅه کې دي.
د ماليي وزارت ویاند رفیع تابع وایي: مونږ هم د نننۍ اورلګیدنې له پېښې خبر شوي یو او زمونږ همکارن په همدې موضوع بوخت دي، چې د شوی مالي زیان معلوم کړي.
د فراه والي تاج محمد جاهد ویلي؛ چې ګمرک د پراخې اړرلګېدنې لپاره پوره وسایل نلري.
نوموړي ویلي، ګې د ګمرک درې کارګر ورک دي.
د خصوصي سکتور غړي په ګمرکونو کې د ظرفیتونو د لوړولو پر ځاي د مامورینو پر بډو اخیستو نیوکې کوي.
د ابونصر فراهي له ګمرک مخکې د اسلام کلا او له هغه وړاندې په سپین بولدک کې هم ورته اور لګیدنې شوي، چې له سل میلیون ډېر مالي زیان خصوصي سکتور ته اوښتی دی.