تازه خبرونه
د قراردادیانو په ګډون دې ټول بهرني ځواکونه ووځي – طالبان
په دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین ويلي؛ د جګړې له لارې د کابل نیول د طالبانو تګلاره نده؛ خو د قراردادیانو په ګډون دې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
شاهین له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي؛ په [کابل] ښار کې د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته باید د قرارداديانو په ګډون هیڅ بهرني ځواکونه پاتې نشي.
دغه راز سهیل شاهین څرګنده کړې؛ که دوی د دوحې د هوکړې خلاف خپل ځواکونه وساتي؛ نو بیا به په دې صورت کې مونږ د خپل مشرتابه پرېکړې ته په تمه وو، چې څنګه پرمخ ولاړ شو.
په دې اړه شاهین وایي: مونږ به غبرګون وښیو او وروستۍ پرېکړه زمونږ له مشرتابه سره ده.
له دې مخکې ویل شوي وه، چې یو شمېر امریکایي سرتېري به په کابل کې د هوایي ډګر او په افغانستان کې د امریکا سفارت د ساتنې لپاره پاتې شي.
شاهین زیاته کړې، چې ډیپلوماتان، د نادولتي بنسټونو کارمندان او بهرني ملکي اتباعو ته څه نه ویل کیږي او ان امنیت ساتنې ته یې اړتیا لیدل کیږي.
نوموړي په دې اړه ویلي: مونږ د بهرنیو ځواکونو د پوځي شتون مخالف یو، نه د ډیپلوماسۍ. نادولتي موسسې، د دوی کارمندان، سفارتونه زمونږ د خلکو اړتیاوې دي. مونږ به دوی له خطر سره مخ نکړو.
د بي بي سي د څرګندونو له مخې؛ شاهین زیاته کړې، چې د بګرام له پوځي اډې څخه د امریکايي ځواکونو وتل یو تاریخي ګام دی.
شاهین د تاوتریخوالي په زیاتېدو کې د طالبانو رول هم رد کړ او زیاتوي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ولسوالۍ د منځګړیو د هڅو له لارې ورسپارل شوې دي.
همدارنګه شاهین ویل، چې تر دې دمه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ټاکنو په اړه بحث ندی شوی.
تازه خبرونه
له افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلامآباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګنده کړې؛ د ترکیې بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر روانه اوونۍ پاکستان ته سفر کوي، چې د اسلامآباد او کابل د اوربند په اړه ورسره بحث وکړي.
د اردوغان د څرګندونو له مخې؛ د دې درې اړخیز سفر هدف د دایمي اوربند وروستي کول او د اسلامآباد او کابل ترمنځ د سولې ډاډمنول دي.
د ترکیې ولسمشر زیاته کړې؛ هېواد یې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچونه له نږدې څاري او هیله من دی، چې د ترکیې تر څارنې لاندې خبرې اترې به د دواړو هېوادونو تلپاتې ثبات ته ښې پایلې ولري.
تازه خبرونه
د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې پر وروستیو مذاکراتو هم خبرې وکړې.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی او په دې اړه یې د رغنده رول لوبولو وړاندیز وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي: امیر خان متقي په دې اړیکه کې ویلي؛ د اسلامي امارت پلاوي د مشرتابه پر ځانګړي صلاحیت، سپارښتنه او ښه نیت له پاکستاني لوري سره د استانبول په خبرو کې ګډون وکړ او زیاتوي: افغان پلاوی له پاکستان سره د ستونزو حل ته د ډیپلوماسۍ او همغږۍ له لارې لومړیتوب ورکوي.
ویل کیږي، چې د خبرو په درېیم پړاو کې پاکستانی پلاوی د هېڅ راز مسوولیت منلو ته چمتو نهو؛ نو، ځکه دا پړاو خبرې ودرېدې.
تازه خبرونه
د پاکستان او افغانستان ترمنځ باید اوربند وساتل شي – اردوغان
د ترکیې د مخابراتو ریاست د څرګندونو له مخې؛ اردوغان په هغه لیدنه کې، چې د شنبې پر ورځ د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې ترسره شوې؛ ویلي: “ترکیه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی له نږدې څاري.”
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د ترکیې د مخابراتو ریاست د څرګندونو له مخې؛ اردوغان په هغه لیدنه کې، چې د شنبې پر ورځ د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې ترسره شوې؛ ویلي: “ترکیه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی له نږدې څاري.”
هغه هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترکیې پر منځګړیتوب ترسره کېدونکې خبرې اترې به د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي… او انقره به له دې بهیر ملاتړ ته روان وساتي.
اردوغان دا هم ویلي، چې ترکیه او پاکستان د سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي صنعتونو په برخو کې همکاري پراخوي.
هغه په غزه کې هم د اوربند پر ساتلو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې دا مسله باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې وڅارل شي.
اردوګان او شریف د آذربایجان جمهوریت په “بریاورځې” مراسمو کې د ګډون لپاره باکو ته تللي وه او په پوځي اړوند مراسمو کې یې هم برخه اخیستې وه.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې په استانبول کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ د درېیم پړاو دوه ورځنۍ خبرې اترې د پاکستاني لوري د “غیر مسوولانه روحیې او نه همکارۍ” له کبله پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدې.
مجاهد زیاته کړې؛ د اسلامي امارت پلاوي د نومبر پر شپږمه او اوومه د استانبول په خبرو اترو کې په ښه نیت ګډون وکړ.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د خبرو اترو په بهیر کې پاکستاني پلاوي د خپل امنیت پورې اړوند ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته نسبت ورکړ. په داسې حال کې، چې د افغانستان یا د پاکستان د امنیت لپاره په اړه یې هیڅ مسوولیت ته غاړه کېنښوده او له منلو څخه یې انکار وکړ.
مجاهد ټینګار کړی؛ اسلامي امارت خپل اصولي دریځ ته ژمن دی او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي او په ورته وخت کې به هیڅ هېواد ته اجازه ورنکړي، چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د خپلواکۍ او امنیت پر ضد ګام پورته او یا ترې ملاتړ وکړي.
هغه ويلي، چې د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او اسلامي امارت ورته د سولې او خیر نيت او هيله لري؛ خو د افغانستان د خلکو او خاورې دفاع خپله “ديني او ملي دنده” ګڼي او د هر ډول تېري پر وړاندې به له هېواد څخه دفاع وکړي.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
-
تازه خبرونه5 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
څار4 days agoڅار: په هرات کې د ملګرو ملتونو د کار ځنډولو علت
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې وضعیت مخ پر ښه کېدو دی
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې سږ کال د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی- ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
-
تازه خبرونه4 days agoپه استانبول کې د افغانستان او پاکستان د اوربند خبرو بیا پیلېدا
-
تازه خبرونه5 days agoملګرو ملتونو د افغانستان او ایران په پوله کې خپل فعالیتونه وځنډول
