تازه خبرونه
د قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
دا قانون د چارشنبې پر ورځ لاسلیک شوی او د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه هوکړهلیک تصویبوي، چې د ملګرو ملتونو د لومړي سیمهییز مرکز د فعالیت د پیل لپاره لار هواروي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف پر رسمي بڼه په الماتا کې د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرلهپسې پراختیایي اهدافو سیمهییز مرکز د جوړولو قانون تائید کړ.
دا قانون د چارشنبې پر ورځ لاسلیک شوی او د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه هوکړهلیک تصویبوي، چې د ملګرو ملتونو د لومړي سیمهییز مرکز د فعالیت د پیل لپاره لار هواروي.
د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې دا مرکز به د تلپاتې پراختیا د هڅولو، د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو لپاره په مرکزي آسیا او افغانستان کې کار کوي.
د جون پر یوولسمه د دې لایحې د معرفي کولو پر مهال د قزاقستان د سنا غړې بي بيګل ژیکسانبای دا مرکز د خپل هېواد لپاره سټراټیژیک اهمیت وباله او څرګندوي، چې په الماتا کې د هغې جوړول به د نړیوال ډیپلوماټیک او سوداګریز مرکز په توګه د ښار موقعیت نور هم پیاوړی کړي.
هغې زیاته کړې، چې دا اقدام به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو د وړاندې کولو فرصتونه زیات کړي، د قزاقستاني متخصصانو حضور به په نړیوالو بنسټونو کې لوړ کړي او د هغوی د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره به مرسته وکړي.
د دې هوکړهلیک له مخې، قزاقستان ژمنه کړې، چې له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې به هر کال درې میلیون ډالر داوطلبانه دې مرکز ته ځانګړي کړي. دا بودجه به د عصري تجهیزاتو، معلوماتي ټکنالوژۍ بېخبناوو، د اړیکو سیسټمونو او د مرکز د عملیاتي لګښتونو لپاره ولګول شي.