تازه خبرونه
د قطر لومړي وزیر له امیر خان متقي سره وکتل
د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د غونډې په جریان کې دواړو خواوو د افغانستان وروستي سیاسي او بشري بدلونونه وڅېړل او د افغانانو د ملاتړ لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتوالي پر اړتیا یې ټینګار څرګند کړ.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره، چې پرون (یکشنبه د غویی اوومه) د قطر پر بلنه یې دغه هېواد ته سفر کړی؛ وکتل او پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وشو.
د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د غونډې په جریان کې دواړو خواوو د افغانستان وروستي سیاسي او بشري بدلونونه وڅېړل او د افغانانو د ملاتړ لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتوالي پر اړتیا یې ټینګار څرګند کړ.
په دې غونډه کې شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د قطر حکومت د افغانانو د ټولو برخو لپاره پر دوامداره او هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ، چې د افغانانو لپاره امنیت، ثبات، سوکالي او باعزته ژوند ډاډمن کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیر خان متقي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول د ستاینې وړ وباله او څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماټیکو اړیکو د کچې له لوړېدو سره به دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې شي.
ویل کیږي، چې د هېواد بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي وړاندیز کړی، چې قطر په افغانستان کې په پراختیايي او سوداګریزو فرصتونو کې پانګونه وکړي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې د لوړولو پر لارو چارو کار وکړي.
