تازه خبرونه

د قطر په غونډه کې د مخدره توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه  وستایل شوه

عبدالمتین قانع د چارشنبې پر ورځ ناوخته په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې هڅې پر ستاینه سربېره ګډونوالو هېوادونو په دې اړه د مرستې او همکارۍ بشپړې ژمنې هم اعلان کړې.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۲, ۱۴۰۴

د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې په قطر کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په غونډه کې د ډېرو هېوادونو لخوا د مخدره توکو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت جهاد، هڅه او مبارزه وستایل شوه.

عبدالمتین قانع د چارشنبې پر ورځ ناوخته په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې هڅې پر ستاینه سربېره ګډونوالو هېوادونو په دې اړه د مرستې او همکارۍ بشپړې ژمنې هم اعلان کړې.

د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د مخدره توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې، د بدیل معیشت رامنځته کولو، او د روږدو کسانو د ملاتړ او درملنې په اړه مهم بحثونه وشول.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او په دې برخه کې د ګډو هڅو په اړه پراخ بحثونه هم وشول.

د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې غونډه، چې د یوناما پر مشرۍ او د قطر پر کوربتوب ترسره شوه؛ د نړۍ د ۲۹ هېوادونو استازو ګډون درلود او د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیال دفتر استازو په کې ګډون درلود.

Trending

Exit mobile version