کوید۱۹

د لاتینې امریکا د کرونا ویروس ځاني زیانونه له یو میلیون ډېر شول

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې په لاتینه امریکا او کارابین هېوادونو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر له یو میلیون پورته شوې دی.

د دغه راپور د څرګندونو له مخې؛ له آسیا، آروپا او آفریقا وروسته د کرونا ویروس د برازیل او پیرو په ګډون لاتیني امریکا ته خپوره شوی دی.

د دغه راپور له مخې؛ د می په میاشت کې د کرونا ویروس ۳۱ سلنه مړینې یوازې په لاتینه امریکا او کارابین رامنځته شوې دي.

رویټرز دا هم په ډاګه کړې، چې د برازیل عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ځلیریشت ګړیو کې ۲۲۱۵ کسان له کرونا ویروسه مړه شوي دي.

له دې سره په برازیل کې د کرونا ویروس د مړو شمېر ۴۴۶۰۰۰ کسانو ته لوړ شوې دی.

برازیل په متحده ایالاتو کې دوه یم هېواد دی، چې له امریکا وروسته د تلفاتو ترټولو له ډېر شمېر سره مخ دی.

Trending

Exit mobile version