تازه خبرونه
د لوړو زدهکړو وزارت او افغان پوست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د لوړو زده کړو وزارت، آریانا افغان هوايي شرکت او د افغان پوست شرکت تر منځ دا سې هوکړه لیک لاسلیک شوی،چې له مخې به یې لهدې وروسته ټول هېوادوال او په ځانګړي توګه محصولین و کولی شي د لوړو زدهکړو وزارت اړو ند اسناد او مدارک د افغان پوست له لارې ترلاسه کړي.
دغه راز د دغې هوکړې له مخې هېوادوال کولی شي، چې له دې وروسته په آریانا هوایي شرکت کې د سفر تکتونه هم د افغان پوست له سیمهییزو دفترونو تر لاسه کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ لهدې وروسته به د هېواد په ټولو ولایتونو کې د افغان پوست له لاري محصلین او نور هغه کسان، چې د لوړو زدهکړو له وزارت سره اداري کارونه ولري کولی شي د هېواد له هرې برخې څخه د افغان پوست له لارې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
د لوړو زدهکړوزارت چارواکو دا هم ویلي، چې د افغان پوست له لارې د کارونو له تر سره کېدو سره به په کارونو کې روڼتیا او چټکي رامنځته شي.
د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم څرګنده کړې: په دې هوکړه کې زمونږ ځانګړې پاملرنه محصلینو، استادانو او هر هغه چا ته ده، چې د لوړو زدهکړو په وزارت پورې اړوند وي؛ اسانتیا رامنځته کړو.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رییس نجیب الله حقاني ویلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د هېواد په ټولو برخو کې هېوادوالو ته خدمات پراخه او د افغان پوست او لوړ زدهکړو وزارت نوې هوکړه به هېوالو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د آریانا افغان هوايي شرکت او د پاسپورت ریاست مسوولینو، چې په دې ناسته کې ونډه د رلوده وايي، چې له افغان پوست سره له اړیکو د دوی په خداماتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلي او هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د منظمو خدمتونو د رسولو لړۍ نوره هم پرا خه کړي.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس رحمت الله آغا ویلي: له دې هوکړې وروسته ټول هېواد وال کولی شي د دا خلي او بهرنيو سفرونو تکتونه پرته له دې، چې کابل ته راشي؛ په خپلو سیمو کې د افغان پوست له لارې تر لاسه کولی شي.
د پاسپورت رییس مولوي عبدالکریم حسیب څرګنده کړې: مونږ د پاسپورتونو په برخه کې له افغان پوست سره لفه دې مخکې کار پیل کړی وو او په کارونو کې مو چټکتیا او روڼتیا دواړه رامنځته شوي دي.
د افغان پوست ریاست مسوولینو هم د دې هوکړي پر مهال ویلي، چې په دې شرکت کې اوس د دې ځواکمنتیا شته، چې د هېوادوالو کوم خدمات د لوړو زدهکړو وزارت اړوند وي؛ د دوی له خوا به هېوادوالو ته په اسانۍ وړاندې شي.
د افغان پوست رییس رحمت الله مکي ویلي: زمونږ اداره د پخوا پر پرتله ډېره غښتلي شوي؛ عوایدو مو لوړ شوي او د لوړو زدهکړو وزارت نوې هوکړه به نور هم د دې ادارې په خدماتو کې زیاتوالي رامنځته کړي.
د افغان پوست ریاست مسوولینو څرګنده کړې، چې پر لوړو زدهوکړو او آریانا افغان هوايي شرکت سربېره د پاسپورت، برښنا بیلونه، دعدليې وزارت، بهرنیو چارو وزارت اړوند خدمات هم وړاندي کوي. دغه راز د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته هم خدمات لري او ورځ تر بلي يې افعالیتونه د پراختیا په حال کې دي.