تازه خبرونه
د لوی اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر؛ خلک دې له پټاکۍ کارولو ډډه وکړي – کورنیو چارو وزارت
د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالمتین قانع د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي امنیتي پلانونه پلي کېږي.
د لوی اختر له رانږدې کېدا سره هممهاله د کورنیو چارو وزارت ډاډ څرګند کړی، چې د هېواد پر کچه د لمونځکوونکو، عیدګاوو او عامه ځایونو د امنیت لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالمتین قانع د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي امنیتي پلانونه پلي کېږي.
دغه راز د یاد وزارت د ویاند مرستیال بسم الله حبیب ویلي؛ امنیتي ځواکونه به په عیدګاوو، جوماتونو، لویو لارو، پارکونو او نورو تفریحي ځایونو کې پراخ حضور ولري، چې خلک وکولی شي د اختر مراسم امن او آرامه ونمانځي.
هغه زیاته کړې؛ د دغو تدابیرو موخه د خلکو لپاره د خوندي چاپېریال برابرول او د هر ډول احتمالي ګواښ مخنیوی دی.
کورنیو چارو وزارت له ځوانانو او تنکیو ځوانانو غوښتي، چې د خلکو د ځورونې د مخنیوي لپاره له پټاکیو او نورو اور اخیستونکو توکو له کارولو ډډه وکړي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري د اختر د ورځو په آرامه او خوندي تېرېدا کې اړینه ونډه لري.