تازه خبرونه
د متحده عربي اماراتو د دولت رییس د اسلامي امارت د سفیر باورلیک ومانه
بدرالدین حقاني په ابوظبۍ کې د نویو ټاکل شویو سفیرانو په ډله کې و، چې د چارشنبې پر ورځ یې د متحده عربي اماراتو ولسمشر ته خپل باورلیک وړاندې کړ.
د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان کړی، چې د دولت رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان په ابوظبي کې د اسلامي امارت د سفیر بدرالدین حقاني باورلیک منلی دی.
بدرالدین حقاني په ابوظبۍ کې د نویو ټاکل شویو سفیرانو په ډله کې و، چې د چارشنبې پر ورځ یې د متحده عربي اماراتو ولسمشر ته خپل باورلیک وړاندې کړ.
په دې مراسمو کې، شیخ محمد بن زاید آل نهیان د متحده عربي اماراتو او د دوی د اړوند هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې نوي سفیرانو ته د بریالیتوب هیله وکړه.
د متحده عربي اماراتو حکومت په یوه بیان کې ویلي، چې په دې مراسمو کې شیخ محمد بن زاید له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې دا اړیکې د متقابل احترام پر بنسټ ولاړې دي.