تازه خبرونه
د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د آسانولو نوې تګلاره تر کار لاندې ده
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي؛ د مخابراتي او انټرنتي خدمتونو د آسانولو لپاره نوې تګلاره تر کار لاندې ده، چې له پلي کیدو سره به یې د ټولو مخابراتی شرکتونو کار ښه او بیه ټیټه شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر فهیم هاشمي په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د ښه والي لپاره د نوې پالیسۍ له جویدو داډ څرګندوي او وایي؛ د روان کال تر وروستیو به د نوې طرحې له مخې پر دولتي مخابراتي شرکتونو هم له ۱۷۵ میلیون ډالرو پانګونه تر سره شي، چې د خدمتونوکیفیت یې لوړ شي.
نوموړی مني، چې په هېواد کې خصوصي مخابراتي شرکتونو تر یوه بریده بیې ټیټې کړي؛ خو کیفیت یې اوس هم معیاري ندی.
د اقتصادي چارو کارپوه حکیم الله د مخابراتو وزارت پر رهبرۍ نیوکه کوي، چې اوس هم دغه وزارت د مخابراتی خدمتونو د ښه والي لپاره د معیاري پالیسۍ پر جوړولو او پلي کولو بریالی شوی ندی.
نوموړی د نړیوال بازار په پرتله په افغانستان کې د انټرنټ بیې لوړې او کیفیت ټيت بولي او وایي، چې دا وزارت د وړتیاوو لوړولو ته باید خپله اړتیا ومني.
د اقتصادي چارو د پوهانو په وینا؛ د مخابراتو وزارت یو له خورا ارزښتمنو سکتوري وزارتونو څخه دی، چې لازم او معیاري ظرفیتونه نلري؛ ځکه، نو د ستونزو حل ته اړتیا لیدل کیږي.