سیمه ییز خبرونه

د مسکو د برید تر شا امریکا، بریټانیا او اوکراین لاس لري – FSB

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۳)

د روسیې د فډرالي امنیتي خدماتو (FSB) رییس الکساندر بورتنیکوف د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ امریکا، بریټانیا او اوکراین د مسکو د وسله‌وال برید تر شا لاس لري، چې په کې لږ تر لږه ۱۳۹ کسان ووژل شول.

اوکراین په دې برید کې، چې پړه یې داعش وسله‌والې ډلې منلې؛ د روسیې تورونه رد کړي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې لویدیځو هېوادونو ویلي؛ د دوی استخباراتي څرګندونې ښیي، چې د داعش افغان څانګه د برید مسووله ده.

روسیې د شنبې پر ورځ ویلي، چې مسکو ته نږدې یې د کنسرت په یوه تالار کې يې پر ډزو او وژنې تورن ټول څلور وسله‌وال نیولي دي.

داعش د جمعې د ورځې د وسلوال برید پړه پر غاړه واخیسته؛ خو داسې نښې نښانې شته، چې روسیه یې له اوکراین سره اړیکې څاري. په داسې حال کې، چې اوکرایني چارواکې په کې لاس لرل ردوي.

د مسکو والي اندرې وروبیوف ویلي؛ په ۲۴ ساعتونو کې له کنډوالو څخه ۱۳۳ جسدونه را ایستل شوي او ډاکټران د ۱۰۷ کسانو د ژغورنې لپاره مبارزه کوي.

د دولتي ټلویزیون مدیره مارګریتا سیمونیان پرته له دې، چې سرچینې ته نغوته وکړي؛ د ځاني زیان شمېر ۱۴۳ ښودلی و.

پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې د څلورو وسله‌والو په ګډون ۱۱ کسان نیول شوي دي.

نوموړی وایي: هغوی د پټېدو هڅه وکړه او اوکراین ته پر لاره ول او د لومړنیو معلوماتو له مخې د اوکراین له لوري د دوی لپاره یوه لار چمتو شوې وه، چې د دولت له پولې تېر شي.

د روسيې د FSB ادارې ويلي، وسله‌والو له اوکراين سره اړيکې درلودې او له پولې سره نږدې نيول شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې؛ دوی مسکو ته لېږدول شوي دي.

له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي وه، چې داعش د امریکا پر دښمنانو برید کوي.

Trending

Exit mobile version