تازه خبرونه

د مسکو فارمټ لومړیتوب له کابل سره د همکاریو پراخول دي

د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه سبا (جمعه د تلې دیارلسمه / د اوکټوبر څلورمه ) د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او افغانستان د استازو په ګډون په مسکو کې جوړېږي.

Published

on

د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ویلي، چې د مسکو د شپږمې غونډې لومړيتوب د ملي پخلاينې د بهير اسانه کول، له کابل سره د سيمې د هېوادونو د همکاريو پراخول، په سياسي، اقتصادي ډګرونو کې له مخدره توکو او تروريزم سره مبارزه ده.

د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه سبا (جمعه د تلې دیارلسمه / د اوکټوبر څلورمه ) د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او افغانستان د استازو په ګډون په مسکو کې جوړېږي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د چارشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د غونډې اصلي برخه به د تړلو دروازو تر شا جوړه شي او په کې به د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وینا وکړي.

زخارووا زیاته کړې؛ لاوروف به د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره هم وګوري او د دوه اړخیزو همکاریو پر اړینو مسایلو به خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې امیر خان متقي  د چارشنبې پر ورځ د یوه پلاوي پر مشرۍ د مسکو په شپږمه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.

Trending

Exit mobile version