تازه خبرونه

د ملا برادر پر مشرۍ افغان پلاوی د کازان فورم ته ولاړ

د اقتصادي مرستیالۍ د معلوماتو له مخې؛ پلاوی به د دې غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره رسمي لیدنې ولري.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ اعلان کړی، چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (چارشنبه د غوی څلیریشتمه) تاتارستان جمهوریت ته تللی، چې د کازان په شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

د اقتصادي مرستیالۍ د معلوماتو له مخې؛ پلاوی به د دې غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره رسمي لیدنې ولري.

د دې غونډې هدف د روسیې او اسلامي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، علمي او کلتوري همکاریو پیاوړتیا ده.

د دې سفر موخه د اقتصادي ښکیلتیا لوړول او د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره د فرصتونو لټول دي.

د کازان فورم د نړیوالو اقتصادي ملګرتیاوو د پیاوړتیا لپاره د یو پلیټ فارم په توګه کار کوي. په ځانګړي توګه د اسلامي نړۍ د هېوادونو ترمنځ او افغان پلاوي ته به د خپلو اقتصادي لومړیتوبونو او پانګونې امکاناتو د وړاندې کولو فرصتونه برابر کړي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سې‌شنبې پر ورځ د فورم د پرانیستې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د سختو نړیوالو حالاتو سره – سره مسکو به له اسلامي هېوادونو سره خپلې اغېزمنې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ولادیمیر پوتین وایي:” له پېړیو راپدېخوا زمونږ څو توکمیز هېواد د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره پراخې همکارۍ ته پرانیستی دی او نن له سختو نړیوالو همکاریو سره – سره مونږ په مؤثره او دوامداره توګه اقتصادي، علمي، تعلیمي، بشري او سیمه‌يیزو اړیکو ته پراختیا ورکوو”.

یو شمېر کارپوهان دا فرصت د افغانستان لپاره ارزښتناک ګڼي، چې له نړیوالې ټولنې سره په ځانګړي توګه له مشترک المنافع هېوادونو سره نور تعامل او همکاري وکړي.

که څه هم روسیه اسلامي امارت پر رسمیت نه‌پېژني؛ خو په وروستیو میاشتو کې یې له افغانستان سره ډیپلوماټیکې اړیکې نورې هم وغځولې، چې په کې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه وایستل شو.

شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم “روسیه-اسلامي نړۍ”، چې د کازان فورم په نوم هم پیژندل کیږي، په رسمي ډول د سې شنبې په ورځ ( د غویی دړرویشتمه پیل شو او د غویی تر اته‌ویشتمې به روان وي.

Trending

Exit mobile version