سوداگري

د ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا درې میلیارډ افغانیو پر ارزښت یو شمېر پروژې منظورې کړې

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل ولایت په ارغندي کې د ټرانسپورټ د ترمینل جوړول، د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د لاریو د تمځای جوړول، د آقینه-اندخوی او تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژو بیارغونه، په کابل کې د نوري فایبر شبکې پراختیا شامل دي.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۴, ۱۴۰۳

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې د شاوخوا ۳ میلیارډ افغانیو پر ارزښت یې ۱۷ پروژې تصویب کړې او د نهو نورو قراردادونه یې تعدیل کړي دي.

د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل ولایت په ارغندي کې د ټرانسپورټ د ترمینل جوړول، د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د لاریو د تمځای جوړول، د آقینه-اندخوی او تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژو بیارغونه، په کابل کې د نوري فایبر شبکې پراختیا شامل دي.

د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال پر مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې، د ۱۷ پروژو قراردادونه منظور شول او نهه نورې پروژې تعدیل شوې؛ ځکه، چې په تدارکاتي پړاوونو کې یې ستونزې موندل شوې وې.

چارواکو ته سپارښتنه وشوه، چې له ټولو معیارونو سره سم دا پروژې بیا داوطلبي ته وړاندې کړي.  همدارنګه مسوولو کمیټو ته دنده وسپارل شوه، چې د څلورو پروژو د قراردادونو د بیو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره غونډې وکړي او خپل راپورونه د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وسپاري.

د کندهار، هلمند او فراه ولایتونو د ځینو سړکونو جوړول، د کابل او په بېلابېلو ولایتونو کې د برښنا د یو شمېر پروژو د پاتې کارونو بشپړول او د اسلامي امارت لخوا تمویل شوي څو نورې پروژې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي ستونزو د حل یوه لاره د ورته پراختیایي او زیربنایي پروژو عملي کول دي. چارسمبالی حکومت وايي، چې د داسې پروژو پیل کولو ته ژمن دی او غواړي هېواد یوازې له اقتصادي بحران څخه وژغوري.

Trending

Exit mobile version