سیمه ییز خبرونه
د ملي شورا د غړو د اوړي ۴۵ ورځنۍ رخصتي پیل شوه
ولسي جرګي د شپاړسمې تقنيني دورې د څلورم كال په لومړۍ غونډه كې د قانون اووه ویشت مصوبې او هوكړه ليكونه تصويب او تصديق كړي، نهه استجوابيه غونډې یې درلودې او په بېلابېلو برخو کې یې ۵۲ عمومي غونډې جوړې كړې دي.
د ملي شورا د څلورم تقنيني كال لومړنۍ غونډه پای ته ورسېده او غړو یې ۴۵ ورځنۍ رخصتي پیل کړه.
ولسي جرګي د څلورم تقنیني کال په لومړۍ غونډه کې د قانون اووه ویشت مصوبې او هوكړه ليكونه تصويب او تصديق كړي،۹ استجوابيه غونډې یې درلودې او ۵۲ عمومي غونډې يي په بېلابېلو برخو كي جوړ كړي دي خو دولسي جرګي غړی رمضان بشر دوستد جرګې پركړنو نيوكه كوي او وايي، چي دوی د قانون پر بنسټ له خپلو واکونو څخه سمه ګټه نشي پورته كولای.
خو ولسي جرګي د يو شمېر نورو مهمو قوانينو تر څنګ د وکیلانو د خوندیتوب قانون او ملي شورا د غړو د حقونو د قانون طرحه تصویب کړه،چې وكيلانو ته د دندې له پای ته رسېدو وروسته يو شمېر امتيازات په پام كي نيول شوي دي.
دې کړنې د خلکو سخت غبرګون را وپاراوه. دولسي جرګې غړي نادر خان کټوازی او راحیله سلیم هم د دې قانون تصويب د وكيلانو لپاره سپكاوی بولي او د رد غوښتونكي يي دي.
همداراز مشرانو جرګې هم د څلورم تقنيني كال په لومړۍ غونډه كي ۱۵۶ استجوابيه اواستماعيه غونډې درلودې ۲۰ قوانين يي تائيد كړي او په ۲۲۰ مواردو کې یې د خلکو ستونزو ته رسیدګي کړې ده.
كه څه هم چي د نصاب نه بشپړتيا د ملي شورا د دواړو خونو له مهمو ستونزو څخه وه خو د ولسي جرګي غونډي په ډېرو مواردو كې د لفظي شخړو له امله په تاوتريخوالي بدليدې.