تازه خبرونه
د ملګروملتونو دوه چارواکي کابل ته راورسېدل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د دغو دوه لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ.
نن (یکشنبه د چنګاښ څوارلسمه) د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکسانډر ډي کرو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح کابل ته راورسېدل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د دغو دوه لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ.
عبدالرحمن راشد په دې کتنه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د چارواکو میداني حضور او له خلکو سره مستقیمې لیدنې د افغانستان د وضعیت په اړه تر لیکلو راپورونو بشپړ انځور وړاندې کوي.
هغه زیاته کړې؛ میلیونونه افغانان له کلونو راپدېخوا له خپل هېواده بهر ژوند کوي، خو اوس یې هم له افغانستان سره خپلې اړیکې ساتلې دي.
نوموړي زیاته کړې، د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او د مناسبو حللارو موندل د انساني کرامت په ساتنه او د هغوی د ژوند د وضعیت په ښهوالي کې مهم رول لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح ویلي، چې افغانستان ته د ده د سفر موخه له نیږدې څخه د خلکو د ستونزو ارزونه او ورته رسېدنه ده.
هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳ز.کال له پیله تر اوسه شاوخوا شپږ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې د څرګندونو له مخې یې دا په نړۍ کې بېسارې کچه ده.
هغه د افغانستان له خلکو د ملګرو ملتونو پر دوامدار ملاتړ او د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکسانډر ډي کرو ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې فعال حضور لري او د پراختیا، روغتیا او بشري مرستو په برخو کې به له افغانانو خپل ملاتړ روان وساتي.
هغه دا هم ویلي، چې د افغانانو لپاره د ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دغه سفر د افغانستان د اقتصادي او بشري ننګونو پر وړاندې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا څرګندونه کوي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، د دې درې ورځني سفر موخه د راستنېدونکو، بېځایه شویو او بشري اړتیاوو د وضعیت ارزونه ده.
تازه خبرونه
په پاکستان کې افغان کډوال«د نیولکېدا او ایستلکېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.
د بېپولې ډاکترانو ټولنې ویلي؛ په پاکستان کې ډېری افغان کډوال د نیولکېدا او ایستلکېدا له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي، چې له کبله یې روغتیايي ستونزې زیاتې شوې دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.
بېپولې ډاکترانو ټولنې یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل، چې افغان کډوال دې جبري ایستلو ته نه اړ کوي.
دې بنسټ له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
یادې ټولنې د نجیب نومي یوه افغان کډوال بېلګه هم یاده کړې، چې د ثبت د ثبوت معتبر کارت یې درلود؛ خو د پولیسو د عملیاتو پر مهال نیول شوی و. د راپور له مخې، دې پېښې د هغه پر امیندواره مېرمن سخت رواني اغېز کړی او نوموړې د بیا نیول کېدا له وېرې د درملنې له ځنډولو وروسته خپل ماشوم له لاسه ورکړی دی.
بېپولې ډاکترانو خبرداری ورکړی، چې د ایستلو روان کمپاین د کډوالو د عاید سرچینې هم ګډوډې کړې او ډېرې کورنۍ یې د بېوسۍ او نامعلوم راتلونکي له ګواښ سره مخ کړې دي.
د دې ټولنې ګرځنده روغتیايي ډلې سږ کال د بلوچستان په کوټه ښار کې د افغان کډوالو ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده. د ارزول شویو ماشومانو له ډلې ۳۳.۳ سلنه په حادې خوارځواکۍ اخته ول، چې ۷.۶ سلنه یې له سختې او ۲۵.۷ سلنه یې له منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ سره مخ ول.
د رغېدل شویو خوارځواکو ناروغانو نږدې ۹۰ سلنه افغان کډوال دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول.
پاکستان د ۲۰۲۳ز.کال په نومبر کې د افغانانو د بېرته ستنولو طرحه پیل کړه. په لومړي پړاو کې بېاسناده افغانان پر نښه شول؛ خو وروسته دا لړۍ د افغان تابعیت کارت او د ثبت د ثبوت کارت لرونکو ته هم وغځېده. د جولای پر لسمه پاکستاني چارواکو د هغو افغانانو د نیولو او چټکې ایستنې امر وکړ، چې معتبرې ویزې نهلري.
بېپولې ډاکترانو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د څرګندونو له مخې ویلي، چې تر اوسه له ۲.۵ میلیون ډېر افغانان د دغې طرحې له مخې له پاکستان څخه ستانه شوي، چې ډېری یې په خپله خوښه ستانه شوي نهدي.
بېپولې ډاکترانو د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي، چې جبري ستنول وځنډوي او هر ډول بېرته ستنېدا پخپله خوښه، خوندي، باعزته او د نړیوالو بشري مکلفیتونو له مخې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري ایستل زیات شوي او هره ورځ زرګونه افغانان هېواد ته جبري ستنېږي.
تازه خبرونه
آلمان لومړی بېجرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی
د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.
رویټرز راپور ورکړی، چې آلمان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره یو بېجرمه افغان وګړی هم افغانستان ته جبري ایستلی دی.
د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.
ویل کېږي نوموړي هڅه کړې، چې په یوه بل اروپايي هېواد کې استوګنه ترلاسه کړي؛ خو د ناقانونه حضور له کبله وپېژندل شو او بېرته آلمان ته ولېږدول شو. له هغې وروسته بیا افغانستان ته جبري و ایستل شو.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه کس له هغو ۳۱ افغانانو څخه و، چې د سېشنبې پر ورځ له آلمان څخه افغانستان ته ولېږدول شول. د آلماني چارواکو د معلوماتو له مخې، پاتې ۳۰ کسان پر جرمي جرمونو محکوم شوي وه.
آلمان له ۲۰۲۴ز.کال راپدېخوا د افغانانو د ایستلو لړۍ بېرته پیل کړې ده، چې د بشري حقونو د وضعیت او د بېرته ستنېدونکو د برخلیک په اړه له پراخو اندېښنو او نیوکو سره مخ دی.
د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، د دې بهیر له بیا پیل راپدېخوا له ۲۰۰ ډېر افغانان له آلمان څخه ایستل شوي او لږ تر لږه یو تن یې افغانستان ته له ستنېدا وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بشري حقونو بنسټونو څو ځله له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پر مهال د انساني پایلو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پام کې ونیسي.
تازه خبرونه
متقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره پر پراختیايي پروژو خبرې وکړې
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو اېن ډي پي) نوي استازي تورهان صالح د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ، چې یاد پروګرام به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو له مخې خپلې پراختیايي پروژې او د ظرفیت لوړونې چارې روانې وساتي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سېشنبې پر ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(UNDP) له نوي ټاکل شوي استازي تورهان صالح سره لیدنه وکړه.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو اېن ډي پي) نوي استازي تورهان صالح د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ډاډ څرګند کړ، چې یاد پروګرام به د افغانستان د خلکو د اړتیاوو له مخې خپلې پراختیايي پروژې او د ظرفیت لوړونې چارې روانې وساتي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي فعالیتونو، د راستنېدونکو کډوالو د ادغام، روغتیا، کرنې، د نشهیي توکو پر وړاندې د بدیل معیشت، چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو په اړه خبرې شوې دي.
تورهان صالح د ۲۰۲۶ز. کال د جولای له پېنځلسمې راپدېخوا په افغانستان کې د یاد پروګرام د استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان وضعیت له پاکستان ښه دی؛ پاکستان مخ پر ډوبېدو دی ــ فضلالرحمن
-
لوبی3 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
-
تحول4 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
-
تازه خبرونه2 days agoپه کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې لاندې ده
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول
-
تازه خبرونه2 days agoپه سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي
-
سوداگري2 days agoایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي

