تازه خبرونه
د ملګروملتونو دوه چارواکي کابل ته راورسېدل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د دغو دوه لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ.
نن (یکشنبه د چنګاښ څوارلسمه) د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکسانډر ډي کرو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح کابل ته راورسېدل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ملګرو ملتونو د دغو دوه لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ.
عبدالرحمن راشد په دې کتنه کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د چارواکو میداني حضور او له خلکو سره مستقیمې لیدنې د افغانستان د وضعیت په اړه تر لیکلو راپورونو بشپړ انځور وړاندې کوي.
هغه زیاته کړې؛ میلیونونه افغانان له کلونو راپدېخوا له خپل هېواده بهر ژوند کوي، خو اوس یې هم له افغانستان سره خپلې اړیکې ساتلې دي.
نوموړي زیاته کړې، د کډوالو ستونزو ته رسېدنه او د مناسبو حللارو موندل د انساني کرامت په ساتنه او د هغوی د ژوند د وضعیت په ښهوالي کې مهم رول لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهم صالح ویلي، چې افغانستان ته د ده د سفر موخه له نیږدې څخه د خلکو د ستونزو ارزونه او ورته رسېدنه ده.
هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳ز.کال له پیله تر اوسه شاوخوا شپږ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې د څرګندونو له مخې یې دا په نړۍ کې بېسارې کچه ده.
هغه د افغانستان له خلکو د ملګرو ملتونو پر دوامدار ملاتړ او د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس الکسانډر ډي کرو ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې فعال حضور لري او د پراختیا، روغتیا او بشري مرستو په برخو کې به له افغانانو خپل ملاتړ روان وساتي.
هغه دا هم ویلي، چې د افغانانو لپاره د ډېرو کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې دغه سفر د افغانستان د اقتصادي او بشري ننګونو پر وړاندې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا څرګندونه کوي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، د دې درې ورځني سفر موخه د راستنېدونکو، بېځایه شویو او بشري اړتیاوو د وضعیت ارزونه ده.