تازه خبرونه
د ملګرو ملتنو او نورو مرستندویو بنسټونو مرستې افغانانو ته اړینې دي
د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې فعالیتونه او بشري مرستې د افغانستان د خلکو لپاره اړینې دي.
عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال رامز الاکبروف سره په کتنه کې په هېواد کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه موسسو فعالیتونه حیاتي وبلل او د مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.
د رییس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستيال سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د دې ټولنې او نورو مرستندویو بنسټونو مرستې د افغانستان د خلکو لپاره مهمې دي.
هغه د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو د بهیر پر دوام ټینګار وکړ.
دغه راز د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی د جاپان له سفیر سره وکتل او دواړو لوریو پر سیاسي مسایلو، بشري همکاریو او د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د مثبتو ګامونو د پورته کولو په خاطر د افغانستان او نړۍ ترمنځ پر نور ښه تعامل ټینګار وشو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان او اړوندو ادارو له فعالیتونو او بشري مرستو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ قدرداني وکړه.
د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د افغانستان خلکو ته باید بشري مرستې په هر ډول شرایطو کې باید ورکړ شي او بشري مسایل باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي.