د هوا حالاتو بدلونونه
د ملګرو ملتونو اقلیمي بدلون کنفرانس ته د افغانستان نه بلنه له خلکو سره جفا او ظلم دی
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په عربي متحده اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت د استازي نه بلنه د افغانستان پر وړاندې لوی ظلم او بې عدالتي یاده کړې ده.
د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډه، چې د COP28 په نوم یادیږي نن (پنجشنبه د لیندۍ ۹ ) په دوبۍ کې جوړ شو.
په یوه بیان کې ، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دې غونډې ته د خپل استازي پر نه بلنه اعتراض کړی راغلي؛ د اقلیم بدلون نړیوال اقدام ته اړتیا لري.
په دې اعلامیه کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون سکرتریت په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره د مبارزې، د ځمکې په اتموسفیر کې د ګلخانهیي ګازونو د غلظت ساتلو او د مهمو پرېکړو او تصامیمو نیولو په موخه هر کال د (COP) تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس جوړوي، چې ټول هېوادونه په ځانګړي توګه هغه هېوادونه، چې د اقلمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه متاثر شوي، خپلې ستونزې او ګواښونه د صنعتي او پرمختللو هېوادونو له مشرانو سره شریکوي، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي سرچینو ته لاسرسی ومومي او خپل حق ترلاسه کړي.
دې ادارې په خپل بیان کې لیکلي، چې د اسلامي امارت استازی د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په غونډه کې د سیاسي دلایلو له کبله له ګډون منع شوی دی.
دغه راز څرګنده شوې، چې له بده مرغه په یاد کنفرانس کې افغانستان ته بلنه نهده ورکړ شوی؛ سره له دې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د (COP) غونډې اهمیت ته په کتو په منظم ډول له اقلیمي بدلون سره د جوړجاړي او مبارزې په برخه کې خپل جامع پلان جوړ کړی و، چې په هغه کې د افغانستان دریځ او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه د متاثرو خلکو موجوده اړتیاوې، د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي سرچینو ته لاسرسی، د اقلیمي بدلون له مالي میکانیزمونو څخه د مرستو راجلبول، د پاریس تړون د تعهداتو مطابق د افغانستان د ملي مشارکت سند وړاندې کول، د تعلیق شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره هلې ځلې او په ټوله کې له اقلیمي بدلون سره جوړجاړی او مبارزه شامل ول، چې دې کنفرانس ته وړاندي شوې وای؛ خو په خواشینۍ، چې د سیاسي ملحوظاتو له کبله افغانستان له ګډونه بې برخي شو.
دا څرګنده ده، چې اقلیمي بدلون او د نړیوالې تودوخې زیاتوالی اوسمهال په نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان کې یو له خورا مهمو چاپېریالي ننګونو څخه ګڼل کیږي؛ د تودوخې لوړوالی، د طبیعي یخچالونو ویلي کیدل، په نړیواله کچه د اوبو د سطحې لوړېدا، وچکالي، د طبيعي پېښو رامنځته کېدل او د انساني او حیواني ناروغیو زیاتوالی یې له پایلو څخه دي. په داسې حال کې، چې د ګلخانه یي ګازونو په خپرېدا کې د افغانستان ونډه یوازي ۰.۰۸ سلنه ده. دا د نړۍ د نورو هېوادونو پر پرتله ډېره کمه ده؛ خو د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو له کبله په نړۍ کې شپږم زیانمن شوی هېواد دی .
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د څرګندونو له مخې؛ د اقلیمي بدلون له کبله د افغانستان زیانمنتیا به د خلکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت نور هم خراب کړي. لکه څنګه، چې وينو په هېواد کې غیر موسمي بارانونو ، سېلابونو او سړو څپو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. دا وضعیت ښیي، چې اقلیمي بحران به منفي اغېزه وکړي او ان بېړنی بشري بحران به رامنځته شي. لکه څنګه، چې ملګرو ملتونو ویلي، د ګازونو د خپرېدا د کمولو او له اقلیمي بدلون سره د جوړجاړي لپاره له اغېزمنو هڅو پرته بشري مرستې یوازې یو لنډمهاله حل دی. له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره سرچینو او دوامداره هڅو ته اړتیا ده، چې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته کیدونکیو بحرانونو مخنیوی وشي.
دې ادارې ویلي: اقلیمي بدلون یوازي د افغانستان ځانګړې ستونزه نهده؛ دا یوه لویه نړیواله او سیمهییزه مسله ده، چي پر وړاندي یې د نړیوالو مشترکو عملي اقدماتو اړتیا لیدل کیږي. که په دې بر خه کي لږ څه ناغیړي هم وشي پایلې به یې ټوله نړۍ له ګواښ او بحران سره مخ کړي، چي بیا به یې جبران ناشونی وي.
په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان اسلامي امارت د استازیو نهګډون او مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي پر وړاندې خنډونه او د اقلیمي بدلون په برخه کي د پروژو نه تطبیق د دې هېواد له خلکو او ملت سره ستره جفا او ظلم دی، چي افغانان باید له خپلو دې حقوقو څخه محروم نهشي.
دغه راز اسلامي امارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې هیله کړې، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته په افغانستان کې له دې نړیوالې پدیدې سره د مبارزې لپاره خپلې مرستې روانې وساتي او په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان اسلامي امارت د استازیو ګډون یقیني کړي.
ویل کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د اقلیمي بدلون د ګواښونو او ناوړه اغېزو پر وړاندي لازم اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کي د خپلو محدودو سرچینو پر کارولو ژمن دی، چې ټاکل شویو موخو ته ورسیږي.
