Connect with us

د هوا حالاتو بدلونونه

د ملګرو ملتونو اقلیمي بدلون کنفرانس ته د افغانستان نه بلنه له خلکو سره جفا او ظلم دی

خپور شوی

د

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په عربي متحده اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون په اړه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت د استازي نه بلنه د افغانستان پر وړاندې لوی ظلم او بې عدالتي یاده کړې ده.

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو غونډه، چې د COP28 په نوم یادیږي نن (پنجشنبه د لیندۍ ۹ ) په دوبۍ کې جوړ شو.

په یوه بیان کې ، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې دې غونډې ته د خپل استازي پر نه بلنه اعتراض کړی راغلي؛ د اقلیم بدلون نړیوال اقدام ته اړتیا لري.

​په دې اعلامیه کې راغلي؛ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون سکرتریت په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره د مبارزې، د ځمکې په اتموسفیر کې د ګلخانه‌یي ګازونو د غلظت ساتلو او د مهمو پرېکړو او تصامیمو نیولو په موخه هر کال د (COP) تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس جوړوي، چې ټول هېوادونه په ځانګړي توګه هغه هېوادونه، چې د اقلمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه متاثر شوي، خپلې ستونزې او ګواښونه د صنعتي او پرمختللو هېوادونو له مشرانو سره شریکوي، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي سرچینو ته لاسرسی ومومي او خپل حق ترلاسه کړي.

دې ادارې په خپل بیان کې لیکلي، چې د اسلامي امارت استازی د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په غونډه کې د سیاسي دلایلو له کبله له ګډون منع شوی دی.

دغه راز څرګنده شوې، چې له بده مرغه په یاد کنفرانس کې افغانستان ته بلنه نه‌ده ورکړ شوی؛ سره له دې، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د (COP) غونډې اهمیت ته په کتو په منظم ډول له اقلیمي بدلون سره د جوړجاړي او مبارزې په برخه کې خپل جامع پلان جوړ کړی و، چې په هغه کې د افغانستان دریځ او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه د متاثرو خلکو موجوده اړتیاوې، د اقلیمي بدلون په برخه کې مالي سرچینو ته لاسرسی، د اقلیمي بدلون له مالي میکانیزمونو څخه د مرستو راجلبول، د پاریس تړون د تعهداتو مطابق د افغانستان د ملي مشارکت سند وړاندې کول، د تعلیق شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره هلې ځلې او په ټوله کې له اقلیمي بدلون سره جوړجاړی او مبارزه شامل ول، چې دې کنفرانس ته وړاندي شوې وای؛ خو په خواشینۍ، چې د سیاسي ملحوظاتو له کبله افغانستان له ګډونه بې برخي شو.

دا څرګنده ده، چې اقلیمي بدلون او د نړیوالې تودوخې زیاتوالی اوس‌مهال په نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان کې یو له خورا مهمو چاپېریالي ننګونو څخه ګڼل کیږي؛ د تودوخې لوړوالی، د طبیعي یخچالونو ویلي کیدل، په نړیواله کچه د اوبو د سطحې لوړېدا، وچکالي، د طبيعي پېښو رامنځته کېدل او د انساني او حیواني ناروغیو زیاتوالی یې له پایلو څخه دي. په داسې حال کې، چې د ګلخانه یي ګازونو په خپرېدا کې د افغانستان ونډه یوازي  ۰.۰۸ سلنه ده. دا د نړۍ د نورو هېوادونو پر پرتله ډېره کمه ده؛ خو د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو له کبله په نړۍ کې شپږم زیانمن شوی هېواد دی .

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د څرګندونو له مخې؛ د اقلیمي بدلون له کبله د افغانستان زیانمنتیا به د خلکو اقتصادي او ټولنیز وضعیت نور هم خراب کړي. لکه څنګه، چې وينو په هېواد کې غیر موسمي بارانونو ، سېلابونو او سړو څپو ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. دا وضعیت ښیي، چې اقلیمي بحران به منفي اغېزه وکړي او ان بېړنی بشري بحران به رامنځته شي. لکه څنګه، چې ملګرو ملتونو ویلي، د ګازونو د خپرېدا د کمولو او له اقلیمي بدلون سره د جوړجاړي لپاره له اغېزمنو هڅو پرته بشري مرستې یوازې یو لنډ‌مهاله حل دی. له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره سرچینو او دوامداره هڅو ته اړتیا ده، چې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته کیدونکیو بحرانونو مخنیوی وشي.

دې ادارې ویلي: اقلیمي بدلون یوازي د افغانستان ځانګړې ستونزه نه‌ده؛ دا یوه لویه نړیواله او سیمه‌ییزه مسله ده، چي پر وړاندي یې د نړیوالو مشترکو عملي اقدماتو اړتیا لیدل کیږي. که په دې بر خه کي لږ څه ناغیړي هم وشي پایلې به یې ټوله نړۍ له ګواښ او بحران سره مخ کړي، چي بیا به یې جبران ناشونی وي.

په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان اسلامي امارت د استازیو نه‌ګډون او مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي پر وړاندې خنډونه او د اقلیمي بدلون په برخه کي د پروژو نه تطبیق د دې هېواد له خلکو او ملت سره ستره جفا او ظلم دی، چي افغانان باید له خپلو دې حقوقو څخه محروم نه‌شي.

دغه راز اسلامي امارت یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې هیله کړې، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته په افغانستان کې له دې نړیوالې پدیدې سره د مبارزې لپاره خپلې مرستې روانې وساتي او په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان اسلامي امارت د استازیو ګډون یقیني کړي.

ویل کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د اقلیمي بدلون د ګواښونو او ناوړه اغېزو پر وړاندي لازم اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کي د خپلو محدودو سرچینو پر کارولو ژمن دی، چې ټاکل شویو موخو ته ورسیږي.

د هوا حالاتو بدلونونه

افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ پنځم زیان‌من هېواد وشمېرل شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص په کابل کې یوې علمي غونډې ته ویلي؛ که پر نړیواله کچه هر اړخیزې څېړنې ترسره شي، ښايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ درېیم زیان‌من هېواد وپېژندل شي.

Published

on

 

د افغانستان چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو ويلي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو د پایلو پر وړاندې د نړۍ د پنځه زیان‌منو هېوادونو په ډله کې دی. په داسې حال کې، چې د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې یې ونډه ډېره کمه ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع‌الحق خالص په کابل کې یوې علمي غونډې ته ویلي؛ که پر نړیواله کچه هر اړخیزې څېړنې ترسره شي، ښايي افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ درېیم زیان‌من هېواد وپېژندل شي.

دا علمي غونډه« د افغانستان رسنۍ او اقلیمي ډیپلوماسي؛ فرصتونه او ننګونې» تر سرلیک لاندې په یوه خصوصي پوهنتون کې جوړه شوې وه.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني د اقلیمي بدلونونو د منفي پایلو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو کې د رسنیو پر ونډې ټینګار کړی او له رسنیو یې غوښتي، چې په دې برخه کې فعالې خبري خپرونې وکړي.

د رسنیو یو شمېر مسوولانو هم د عامه پوهاوي د لوړولو او د اقلیمي بدلونونو د پایلو پر وړاندې د مبارزې لپاره له دولتي ادارو سره د همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ ټاکل شوې د اقلیمي بدلونونو په اړه نړیواله غونډه یوه ورځ وروسته په ترکیه کې جوړه شي او د افغانستان له استازو هم دې غونډې ته د ګډون بلنه شوې، چې خپل نظرونه وړاندې او د هېواد اقلیمي وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام راواړوي.

په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې اړوند یو شمېر نړیوالې پروژې درېدلې دي، چې دې چارې د اقلیمي بحران پر وړاندې د هېواد د مبارزې د وړتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

اسلامي امارت د دوه‌یم ځل لپاره په اقلیمي نړیواله غونډه کې ګډون کوي

اسوشیټیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت چارواکي به په دې غونډه کې څارونکي وي او د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو برخې رییس روح‌الله امین هم تائید کړې، چې کابل په دې غونډه کې د ګډون هوډ لري.

Published

on

 

ټاکل شوې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي واک ته له رسېدا وروسته د دوه‌یم ځل لپاره د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په نړیواله غونډه (COP31) کې ګډون وکړي؛ دا غونډه به راتلونکې اوونۍ د ترکیې په انتالیا ښار کې جوړه شي.

اسوشیټیډ پرس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت چارواکي به په دې غونډه کې څارونکي وي او د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلونونو برخې رییس روح‌الله امین هم تائید کړې، چې کابل په دې غونډه کې د ګډون هوډ لري.

یوه ترکي چارواکي هم په COP31 غونډه کې د اسلامي امارت د استازو ګډون تائید کړی دی.

اسلامي امارت له دې دوه کاله مخکې هم د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیمي بدلونونو د نړیوالې غونډې ګډونوال و؛ خو د اسلامي امارت استازي د ملګرو ملتونو د اقلیم په نړیوالو غونډو کې رسمي دریځ نه‌لري. ملګرو ملتونو تر اوسه په عمومي غونډه کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نه‌ده سپارلې او د دې ټولنې ډېری غړیو هېوادونو هم د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د څارونکو په توګه ګډون د اسلامي امارت استازو ته اجازه ورکوي، چې په غونډو او خبرو اترو کې برخه واخلي؛ خو د اقلیمي تګلارو او موخو په اړه په خبرو اترو او پرېکړو کې د رسمي ګډون حق نه‌لري.

افغانستان؛ د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ یو زیان‌منونکی هېواد دی

افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلونونو له کبله تر ټولو ډېر زیان ویني؛ پرله‌پسې وچکالیو، د اوبو کمښت، سختې ګرمۍ او ناڅاپي سېلابونو د میلیونونو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د راپور له مخې؛ یوازې د تېر کال له اپریل څخه تر ډسمبر پورې په افغانستان کې له ۱.۶ میلیون ډېر کسان د اقلیمي بدلونونو د اغېزو له کبله اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي.

څرنګه، چې د افغانستان د وګړو لویه برخه پر کرنه بوخته ده؛ د وچکالیو دوام او د اوبو د سرچینو کمښت د هېواد پر کرنیزو تولیداتو او خوړو خوندیتوب هم سخت منفي اغېز کړی دی.

په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د استازولۍ پر سر اختلاف

د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی، چې د افغانستان خلک باید د اقلیمي بدلونونو په نړیوالو غونډو کې استازولي ولري او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې مالي سرچینو ته لاسرسی ومومي.

Continue Reading

د هوا حالاتو بدلونونه

نړیوالو موسسو د چاپېریال ساتنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه

هدف از برگزاری این برنامه، هماهنگی کمک‌ها و همکاری‌های انکشافی آینده با اولویت‌های محیط‌زیستی افغانستان عنوان شده است.

Published

on

 

د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د افغانستان اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له لومړیتوبونو سره د خپلو راتلونکو مرستو او پراختیايي همکاریو د همغږۍ ډاډ څرګند کړی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست د څرګندونو له مخې؛ د دوشنبې پر ورځ (د لړم یوولسمه) په مرمرینه ماڼۍ کې د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو په اتمه غونډه کې د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لومړیتوبونه تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو ته وړاندې شول.

د غونډې ګډونوالو د چاپېریال ساتنې په برخه کې د لومړیتوبونو د شریکولو دغه بهیر وستایه او د مرستو او همکاریو د اغېزمنتیا لپاره یې همغږي اړینه وبلله.

هغوی څرګنده کړې، چې خپلې راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ به د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.

د یادې ادارې په لومړیتوبونو کې د اقلیمي بدلونونو د معلوماتي سیسټم پراختیا، د شنو خونو ګازونو د خپرېدنې د معلوماتو ثبت، د اقلیم د زیانونو ارزونه، د څېړنیزو فارمونو جوړول، د نیالګیو کېنول، د شنو سیمو پراختیا او د اوزون پوړ د تخریبوونکو موادو د څارنې سیسټم پیاوړتیا شامل دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!