د هوا حالاتو بدلونونه
یوناما په اقلیمي خبرو کې د افغانستان پر حضور ټینګار څرګند کړ
په داسې حال کې، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون اتهویشتم کنفرانس په دوبۍ کې پیل شوی؛ یوناما ویلي؛ ناشونې ده، چې افغانستان راتلونکی کال هم له دې خبرو بې برخې پاتې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د جمعې پر ورځ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: اوس هغه وخت رارسېدلی، چې خلاقانه فکر وکړو او دا ډاډ ترلاسه کړو، چې د اقلیمي بدلون راتلونکي نههویشتم کنفرانس لپاره د افغانستان د نهشتون او غیابت په اړه بله اعلامیه وړاندې نهکړو.
یوناما ټینګار کړی، چې اوس د اقلیمي بدلون په اړه د عملي کړنو وخت دی؛ ځکه، چې اقلیمي فشارونو د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی.
د یوناما د راپور له مخې؛ افغانستان د نړۍ یو له هغو لس هېوادونو څخه دی، چې د اقلیمي بدلون له کبله زیانمنونکي دي. نږدې ۲۰ میلیون افغانان د خوراکي توکو د خوندیتوب له بېړني حالت یا کړکیچ سره مخ دي، چې د پرلهپسې درېیم کال وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او نورو طبیعي خطرونو په ګډون په تېرو دوه کلونو کې له دوه ویجاړوونکیو زلزلو سره مخ شوي دي.
یوناما یادونه کړې، چې بشري مرستې مخ پر کمېدو دي او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره تمویل په ټپه ولاړ دی. د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت تر اوسه نهدی توانیدلی، چې د حکومتولۍ د یوه منظم سیستم له مخې مناسبه پالیسي، کاري چاپېریال او نړیوالو مالي منابعو ته د لاسرسي ملاتړ رامنځته کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ویلي؛ دا وضعیت بې ثباته دی. یوناما پر ځلونو پرلهپسې په ګوته کړې، چې د اقلیمي بدلون کمېدا او جوړجاړی په دې هېواد کې اقلیمي انعطاف او ځنډ رامنځته کولی نهشي. ټولې اړوند خواوې دې د افغان ولس د ګټو لپاره پر غیر سیاسي او رغنده توګه دې مسئلې ته رادننه شي.
ویل کیږي، چې اوس د عمل وخت رارسیدلی او له سیمهییزو اقلیمي خطرونو سره د مقابلې لپاره د متقابل عمل او مالي سرچینو چمتو کولو لپاره زړورتیا، ډلهییزه هڅه او د پام وړ عمل ته اړتیا ده.
د هوا حالاتو بدلونونه
د نړۍ ښاري غونډه؛ په افغانستان کې اقلیمي بدلون، استوګنیزې ستونزې او راستنېدونکي کډوال
له باکو څخه د آریانانیوز خبریال نوید بهار راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې رییس به په دې غونډه کې وینا وکړي او د بحثونو اصلي تمرکز به د افغانستان د وضعیت اړوند ننګونې وي.
د نړۍ ښاري غونډه، چې له یکشنبې راپدېخوا د آذربایجان په باکو ښار کې پیل شوې؛ روانه ده او ټاکل شوې، چې نن په کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره شي.
له باکو څخه د آریانانیوز خبریال نوید بهار راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې رییس به په دې غونډه کې وینا وکړي او د بحثونو اصلي تمرکز به د افغانستان د وضعیت اړوند ننګونې وي.
د راپور له مخې؛ په دې غونډه کې به پر افغانستان د اقلیم د بدلون د منفي پایلو، د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ملیونونو کډوالو راستنېدا اغېزو او استوګنیزو ستونزو بحث او اندونه وړاندې شي.
په دې غونډه کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رییس پر مشرۍ پلاوي هم ګډون کړی او ټاکل شوې، چې د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره لیدنې ترسره کړي.
دغه راز به په دې لیدنو کې د افغانستان اړوند موضوعات لکه د چاپېریالي پروژو په برخه کې همکاري، د اقلیمي بدلون په برخه کې نړیوالې مرستې او ملاتړ او د استوګنیزو ستونزو د حل لارې وڅېړل شي.
د غونډې په عمومي ناسته کې پرون د ګډونوالو هېوادونو یو شمېر مشرانو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د خوندي، تلپاتو او لاسرسي وړ ښارونو د جوړولو ترڅنګ، زیانمنونکو هېوادونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
دوی له پرمختللیو هېوادونو وغوښتل، چې د اقلیمي ننګونو او ښاري بحرانونو پر وړاندې د مبارزې لپاره له زیانمنونکو هېوادونو سره ډېره همکاري او ملاتړ وکړي.
دا غونډه به د مې تر درویشتمې روانه وي او ټاکل شوې په بېلابېلو ناستو کې د اقلیمي بدلون، ښاري پراختیا او د استوګنیزو ستونزو اړوند موضوعات په زیانمنونکو هېوادونو کې وڅېړل شي.
د هوا حالاتو بدلونونه
افغانستان به په سږنی ژمي کې د واورې او باران له کمښت سره مخ وي – ملګري ملتونه
د دې بنسټ د موسمي راپور له مخې؛ سږنی موسم د ۲۰۲۵ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ تر فبرورۍ پورې د بارانونو له کمښت سره پیل شوی او د خاورې د لندبل کموالی اوس هم روان دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) خبرداری ورکړی، چې افغانستان به په روان ژمي کې له عادي حالت څخه د لږ ورښت، لوړې تودوخې او د واورو له سخت کمښت سره مخ وي؛ دا وضعیت کولی شي کرنه، د اوبو سرچینې او د خوړو خوندیتوب ډېر اغېزمن کړي.
د دې بنسټ د موسمي راپور له مخې؛ سږنی موسم د ۲۰۲۵ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ تر فبرورۍ پورې د بارانونو له کمښت سره پیل شوی او د خاورې د لندبل کموالی اوس هم روان دی.
د راپور له مخې؛ له تېرو ۲۵ کلونو راپدېخوا په غرنیو سیمو کې د واورو زېرمې هم تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي، چې دې چارې د راتلونکي کال په پسرلي کې په ځانګړي توګه د غنمو د کرکېلې لپاره د اوبو د کمښت په اړه اندېښنې راپارولې دي.
په راپور کې خبرداری ورکړ شوی، چې د وچکالۍ دوام کولی شي د للمي غنمو کرنه وځنډوي، د کرنیزو حاصلاتو کچه راټیټه کړي، څړځایونه کمزوري کړي او مالدارۍ ته زیان ورسوي. همدارنګه میلیونونه کسان ښايي د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د اقلیمي وضعیت د دقیق څار غوښتنه کړې او د دې کړکېچ د پایلو د کمولو لپاره یې د بېړنیو مرستندویو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د هوا حالاتو بدلونونه
په ایران کې د اوبو د بحران له کبله د تهران نلونه وچ شول
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که د ډسمبر تر میاشتې باران ونشي؛ نو حکومت به اړ شي، چې په تهران کې د اوبو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.
ایران په تېرو څو لسیزو کې د اوبو له ډېر بد ناورین سره مخ دی؛ چارواکو ویلي؛ که وچکالي دوام وکړي، نو د تهران ۱۰ میلیوني ښار به ډېر ژر له خلکو تش شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که د ډسمبر تر میاشتې باران ونشي؛ نو حکومت به اړ شي، چې په تهران کې د اوبو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.
هغه د دې ناورین پړه د تېرو حکومتونو پر ناسمو پالیسیو، اقلیمي بدلون او ډېرې کارونې اچولې ده.
کارپوهانو ويلي، چې د کلونو ناسم مدیریت، غیرقانوني څاه کېندنې او د بندونو بې پاملرنې جوړولو د اوبو په رسولو کې چټک کمښت رامنځته کړی دی. په داسې حال کې، چې تر اوسه د خلکو د لاریونونو کومه نښه نهلیدل کیږي؛ خو د اوبو کمښت پر کورنیو او د ایران زیانمن شوي اقتصاد پوره فشار راوړی دی.
د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د تهران په پېنځه بنسټیزو بندونو کې د اوبو کچه تقریبا نیمایي شوې او د امیر کبیر بند یوازې ۸ سلنه ډک دی. په ټول هېواد کې ۱۹ لوی بندونه بشپړ وچ شوي دي.
په لویو ښارونو لکه مشهد او اصفهان کې اوسیدونکي د اوبو له ټیټ فشار، پرله پسې بندېدا او اغېزمن مدیریت نشتوالي څخه اندېښمن شوي؛ خو چارواکي وايي، چې اقلیمي بدلون او د تودوخې لوړوالی د اوبو د تبخیر علت دی.
د دغه ناورین د حل لپاره حکومت د اوبو د فشار کمولو، له نورو بندونو څخه د اکمالاتو لېږدولو او د شخصي زیرمو کارولو ته د خلکو هڅول پیل کړي دي؛ خو ډېری ښاریان وايي، چې دا اقدامات کافي ندي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه9 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
تازه خبرونه10 hours agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
-
تازه خبرونه1 day agoله افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
