نړۍ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید اصلاح او سمه شي – د ترکیې ولسمشر
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصلاح غوښتنه وکړه او هغه څه یې رد کړل، چې امریکا کولی شي د نورو هېوادونو له پراخ ملاتړ سره – سره په غزه کې د اوربند وړاندیز ته منفي رای ورکړي.
رجب طیب اردوغان د استانبول د بشري حقونو په کنفرانس کې ویلي، چې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنه یوازې د امریکا پر ویټو رد شوې، چې ایا دا انصاف دی؟
هغه زیاته کړې: د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید اصلاح شي.
اردوغان د امریکا لهخوا د امنیت شورا د پرېکړه لیک له ویټو وروسته، چې د غزې په تړانګه کې یې د بشردوستانه اوربند غوښتنه کړې وه؛ خپل غږ راپورته کوي.
دې رایې واشنګټن په دیپلوماتیکه توګه په ۱۵ کسیزه شورا کې ګوښه کړ؛ دیارلس غړو د عربي متحده اماراتو لهخوا د وړاندې شوي پرېکړه لیک په حق کې رای ورکړه. په داسې حال کې، چې بریتانیا ځان له رای ورکولو بې برخې او په اړه یې ممتنع رایه ورکړه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ شورا ته وویل: مونږ د دې پرېکړه لیک ملاتړ نهکوو؛ ځکه، چې د اوربند غوښتنه د راتلونکي جګړې د تخم کرل دي.
امریکا او اسرائیل د اوربند مخالف دي او وايي، چې دا به یوازې حماس ته ګټه ورسوي.
د فلسطین حماس ځواکونو د اسرائیلو د ظلم پر وړاندې د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو وژونکی برید پیل کړ او اسرائیلو د حماس تر ځپلو پورې ورسره خپل عملیات غبرګ او روان وساتل.
نړۍ
اسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
د راپور له مخې؛ دغه اډه د اسرائیلو د هوايي ځواک لپاره د ملاتړ او لوژستیکي مرکز په توګه کارېده او هلته ځانګړي ځواکونه او د لټون او ژغورنې ډلې هم ځای پر ځای شوې وې، چې که اسرائیلي پیلوټان راوغورځېږي؛ چټک به عملیات ترسره کړي.
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
-
سوداگري5 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ5 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
-
تازه خبرونه5 days agoد کانونو وزارت د مس عینک په پروژه کې د قراردادي شرکت د ژمنو پر پلي کولو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان علماوو د مولانا محمد ادریس «شهادت» ستره ضایعه وبلله
-
نړۍ18 hours agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
